کور / تازه خبرونه / دنیمروز ولایت امنیه قوماندان ووژل سو

دنیمروز ولایت امنیه قوماندان ووژل سو

بیړني خبر: لراوبرته رارسیدلي خبري سرچینه وایی،چه نن سهاردنيمروزولايت امنيه قوماندان سمونوال محمدموسی رسولي د یوه ماین په چاودنه کي هغه وخت ووژل شو،چي سهاروختي اووه بجې هغه دهرات ولايت دادرسکن ولسوالۍ په کمپنۍ سيمه کې په خپل موټرکې هغه ولایت ته روان وو. دخبرسرچینه وایی ،چې ماين دسړک پر غاړې ځای پر ځای شوی و، چی د چاودنې پرمهال نوموړی لومړی ټپي او وروسته بیايې په روغتون کې ساه ورکړه. په چاودنه کي دهغه یو ساتونکي هم ټپی شویدی. ددی برید په هکله تراوسه پوري کومی مخالفي ډلي یاطالبانوڅه نه دی ویلي .