کور / تازه خبرونه / دلغمان ولایت دښځوچاروسرپرسته ووژل سوه

دلغمان ولایت دښځوچاروسرپرسته ووژل سوه

تازه خبر: دلغمان ولایت د ښځو چارودریاست سرپرسته ناجیه صدیقي نن سهاردنامعلومووسله والوله خواووژل شوه.
دلغمان ولایت چارواکي وايي چي پرمېرمن صدیقي نن سهارشاوخوا اته نیمې بجې وسله وال بریدوشو، چې په پایله کې هغه په ډزو سره ځای پر ځای ووژله شوه.میرمن ناجیه صدیقي ددي ولایت د ښځوچاري هغه وخت په غاړه واخیستي چي ،د تېر جولای په میاشت کې د لغمان د ښځو چارو رييسه حنيفه ساپۍ هم دسړک غاړي ماین په یوه چاودنه کې وژل شوې وه.
په هغه پېښه کې دحنیفه ساپۍ له مېړه سره ۱۱ نورکسان هم ټپیان شوي وو. حنيفه ساپۍ د لغمان دولايتي شورا غړې وه او يوکال مخکې يې دشورادغړيتوب له پرېښودو وروسته د ښځو چاوردرييسې په توګه یی دنده ترسره کوله.