کور / تازه خبرونه / طالبان او حزب اسلامي د پاريس په کنفرانس کي ګډون کوي

طالبان او حزب اسلامي د پاريس په کنفرانس کي ګډون کوي

طالبانو په رسمي توګه ومنله چي راتلونکې اوونۍ په پاريس کي د افغانستان په اړه په څېړنيز کنفرانس ته په رسمي توګه بلل سوي او د سياسي دفتر استازي به يې په دغه کنفرانس کي کي برخه واخلي . د افغان حکومت سره د حزب اسلامي دمذاکراتو د کميسون مشر غيرت بهير او ورسره پلاوی به هم په پاريس کي د افغانستان په اړه څېړنيز کنفرانس کي برخه اخلي خو هغوی په دې اړه ډېر حزيات نه دي خپاره کړي .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي د افغانستان په اړه دا يو علمي او تحقيقاتی کنفرانس دی چي دجاپان دتوکيو په څېر  دفرانسې هيوادپه مرکز پاريس کې هم  د روانې عیسوي مياشتې په ۱۷ تاريخ د فرانسې دتحقيقاتي انستيوت  لخوا چې يوه  غیردولتي ادارې لخوا جوړيږي.


طالبان وايي په پام کي لري چې دې کنفرانس ته ددوی دسياسي دفتر څخه دوه تنه استازي وليږي  ترڅو په دغه څيړنيز کنفرانس کې چې دافغانستان حالات څيړې طالبان هم دحالاتو په اړه خپل دريځ او موقف په مستقيمه توګه تر ګډونوالو اونړيوالو ورسوي.


طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي هلته به زموږ استازي فقط خپله وینا اوروي اوڅرنګه چې دغه کنفرانس يو تحقيقاتي اوعلمي کنفرانس دی ، په دې کې نه له  کوم چاسره  سياسي پريکړه کیږي  او نه  به هم ددوی په وينا له اشغاګرو اوکابل اداري سره کوم ډول مذاکرات کيږي.


نوموړئ وايي په دې اړ ه چې کوم تبلیغات په مطبوعاتو کې اوريدل کېږي او په دغه  کنفرانس کې ګډون  دسولې خبرې يا مذاکرات بولي داهسې بيځایه پروپاګند او تشویش اچونکي هڅې دي،دا ډول بي اساسه تبلیغات دجاپان دکانفرانس په دوران کې هم وشول.


طالبانو نن يوې اعلاميې په ترڅ کي ويلي دي چي دخبرو اومذاکراتو په اړه خپل پخواني شرطونه اوپوخ دريځ لرې  چې په هغه موقف کې هيڅ نوعه بدلون نه دی راغلی .
بله خوا په يو شمېر رسنيو داسي خبرونه خپاره کړيدي چي ګواکي طالبان د امریکې او افغان حکومت سره په پاريس کي د سولي پروسې په اړه خبري اتری کوي چي ددغي اعلاميې په خپرولو سره طالبانو دا خبره رد کړه .