کور / تازه خبرونه / د کرنې د لېسو ملي کنفرانس پیل شو

د کرنې د لېسو ملي کنفرانس پیل شو

په افغانستان کې د کرنې د لېسو او انسټیټیونو د یو ځای کېدا او ګډې همکارۍ په موخه درې ورځنی ملي کنفرانس پیل شو.

په دغه کنفرانس کې ، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د معین ښاغلي محمد اصف ننګ له خوا پرانیستل شو، د تخنيکي او مسلکي زده کړو معینیت، د کرني او وترنرۍ د لېسو او انسټیټیوتو استازیو ګډون کړی، تر څو په هېواد کې د کرنې د پرمختګ او همدرانګه نندارې ته د زراعتي تولیداتو د وړاندې کولو لپاره خبرې اترې او بحثونه وکړي.

په دې کنفرانس کې به د کرنې د لیسو استازي خپلې تجربې د یو بل سره شریکې کړې، او همدرانګه به په هېواد کې د زراعتي زده کړو د پرمختیا او پراختیا پر عملي لارو چارو خبرې وکړې.

د کنفرانس په دویمه ورځ به د نندارتون چارې سنبال شي، او د زراعتي لېسو له خوا به د خپلو لاسته راوړونو نندارتون جوړ شي.

د دې دریو ورځو په لړ کې به ۵ بېلا بېل ورکشاپونه هم روان وي چې په دې ډول دي:

د کرنې د لېسو نظارت او ارزیابي، د تخنيکي او مسلکي زده کړو معینیت.
د زراعتي لیسو لپاره نوي درسي مفردات.
په زراعتي لېسو کې عملي درسونه او لارې چارې
د زراعتي لېسو د رقابتونو ښوونیز ټکي
د ښوونکو د وړتیاوو لوړول، ستونزې او لارې چارې.
په افغانستان کې د نفوس ۸۰ سلنه خلک د زراعت په برخه کې په کار بوخت دي.

د یادونې وړ ده چې دا مهال په هېواد کې ۱۰۵ کرنیزې لیسې او انسټیټیوټونه فعال دي او په زرګونو زده کوونکي په دې مرکزونو کې زده کړې ترلاسه کوي.

پاته دې نه وي چې دغه درې ورځنی ملي کنفرانس د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو معینیت، د چک جمهوريت سفارت، د کرني ښوونیز ملي انسټیټیوټ او انسان په تنګسه کې موسسې له خوا جوړ شوی دی.