کور / کره کتنه / داود مرادیان ملي او افغاني ګټې ګواښوي

داود مرادیان ملي او افغاني ګټې ګواښوي

په دې کې شک نشته چې افغانستان اوس د پرمختګ لپاره لو مړي او بنسټیز ګامونه پورته کوي او دا هغه هڅې دي چې د ملت پالنې او ملي وحدت ټینګې ارادې ته اړتیا لري او له دې پرته د عملي کیدو پرلور د یوګام پورته کول هم شونی نه دی.

په دې وروستیو کې یو شمېر په کورشوي او بیکاره پخواني دولتي مامورین چې د مختلفو دلایلو او نه وړتیاوو په پایله کې ولسمشر کرزي له دندو لرې کړي دي د منفي او مفتو خبرو په ترڅ کې په ځان پانګونه کوي او دپیسو په بدل کې خپل پوچ بې مانا او له اوتو بوتو ډکې خبرې اترې د ( کارپوه ) په نامه د یوشمېر اجیرو او بې باکه رسنیو له لارې خپروي ، که څه هم دا ډول او تې بوتې بې ګټې او هوايي اړخ لري خو یادونه یې دیوه مثبتې نیوکې په توګه چې وړاندیزي بڼه لري او د یاد شویو کسانو د اصلاح لپاره ګټوردي ضروري بولم.

څو شپې وړاندې دطلوع تلویزیون یوه خپرونه مې وکتله چې ښاغلی داود مرادیان یې دتحلیل لپاره خپله نيکټایي کلکه تړلې وه او په اوتو بوتو لګیا وو، خپرونې ته ښه ځیر شوم او پوه شوم چې طلوع تلویزیون خپل مسلکي مسولیت په جدی بڼه تر پښولاندې کړی او دملي ګټو پرخلاف یې یوه داسې خپرونه جوړه کړې ده چې موخه یې سپکاوی او بې ادبي ده.

په دې خپرونه کې د پوهنې وزارت کړه وړه او دغه راز د فاروق وردګ پر خبرو اتر او په کاپیساکې دیوې ښځې پر وژل کیدو بحث کیده، که څه هم په قانوني دول رسنۍ حق لري چې انتقادي خپرونې او بحثونه خپاره کړي ، دافغانستان اساسي قانون څلوردېرشمه ماده حکم کوي چې د بيان آزادي له تېرې څخه خوندي ده. هر افغان حق لري چې خپل فكر د وينا، ليكنې، انځور او يا د نورو وسيلو له لارې په دې اساسي قانون كې د راغلو حكمونو په رعايت، څرګند كړي. هر افغان حق لري د قانون له حكمونو سره سم مطالب، بې له دې چې هغه مخكې له مخكې دولتي مقامونو ته وښيي، خپاره او نشر كړي. د مطبعو، راډيو تلويزيون، مطبوعاتو او نورو ډله ييزو رسنيو پورې مربوط حكمـونه د قانون له ليارې تنظيمېږي.خو له بده مرغه یوشمېر رسنې له قانون او ملي ارزښتونو سره په ټکر او دخپلو بهرنیو بادارانو په امر داسې تګلارې او نشراتي لید لوري غوره کړي چې په نیغه توګه دهیواد ملي ، اسلامي ، قانوني او افغاني ګټې ګواښوي. بیلګه یې طلوع تلویزیون او په دې تلویزیون کې خاصې ډلې او کړیو موجودیت په ګوته کیږي.

وړاندې له دې چې د ښاغلي مرادیان پر داستان خبرې وشي یوه مهمه موضوع را سره ده چې له تاسې سره یې شریک کوم،په دې ورستیو کې مدني ټولنې ، بشري حقونو د ښځو له حقونو څخه د ملاتړ مختلفې ادارې او نورټولنیز سازمانونه په غیر مسوولانه توګه دموضوعاتو په سپړنه کې لاس په کار کیږي بیلګه یې په کاپیساکې د انیسې په نوم دیوې ښځې دقتل پیښه په ګوته کیږي، دغه ټولنې پرته له دې چې دموضوع په اړه لومړی ځان ښه پوه کړي سم دلاسه هغه رسنیو ته ور ودانګي چې هغوی د منفي کنړو دخپراوۍ لپاره له بهره پیسې ترلاسه کوي، دغه ټولنې او سازمانونه د داسې کړنو په ترسره کولو سره خپل ټولنیز موقف ته په کلکه توګه زیان ور اړوي او دخلکو ترمنځ خپل اعتماد هم له لاسه ورکوي.

او په عین حال کې د ټولنې عامه ذهنیت هم ککړتیا ته بیایي چې په دې برخه کې د یوشمېر رسنیو نا انډول خپرونې او د مسلک په چوکاټ کې د یو نامنظم پلان پر اساس د بحثونو جوړول او د لنډغرو اشخاصو له خولې د اوتوبوتو خپرول هم په ټولنه کې دبې باورۍ کچه پورته بیايي چې د همدې موضوع ښکاره بیلګه تاسې ته وړاندې کیږ.

د طلوع تلویزیون بهرني چلونکي دیوې داسې تګلارې پر پلي کولو آخته دي چې دافغانانو راتلونکي ته بیا دکورني او تنظیمي جګړو زیری له ځان سره لري او په دې لټه کې دي چې دقومي ژبني او سیمه ایزو توپیرونو له لارې دافغانانو ترمنځ پخواني کشالې او ورور وژنې له سره پیل کړي.

بل داچې مخلوع او له دولتي دندو شړل شوي کسان لکه ښاغلی داود مرادیان غوندې افرادوته په دې تلویزیون کې دنیوکې او جاج کولو موقع په لاس ورغلی حال داچې دوی خپله دبې کفایتۍ لویې مجموعې دي، دوی سره له دې چې د خپلې نه وړتیا او پوره بېکفایتۍ په ټولو اړخونو هم ښه پو هیږي خو بیاهم ځانونه ناګمانه واچوي ګواکي داچې دوی د دې خاوري غښتلي، دملي مفکورې درلودونکي، پوه او خبیر شخصیتونه دي، حال داچې افغان ولس د مرادیان او دته ورته نور هغه کسان چې په ظاهر کې افغان او په زړه او ضمیر کې د منفي او ناوړه شخصیتونو خاوندان دي ښه پيژندلي دي.

له داود مرادیان څخه که پوښته وشي په کوم دلیل او منطق ځان د دې حق دار ګڼي چې دیوه بل انسان پر شخصیت لفظي برید کوي؟ آیا ځواب به یې منطقي او پر عقل او پوهې ولاړ اخړ و لري که خیر؟ په هغه خپرونه کې چې جناب مرادیان نظریات وړاندې کول که دبل شخص له خولې ستا په آدرس او حریم ورته ویناوې چې سر تر پښو دکینې، دښمنۍ ، بخل ، منافقت ، درواغ شیطانت او ګواښو نو ډک هم وای او در پورې تړل شوي واي څه په دې کړي وو؟ لکه تاسې جناب چې د پوهنې پر وزیر فاروق وردک وکړې، خو و لیدل شول چې ستاسې د شخصیت او پوهې آخرې حد همدومره وو چې په هوايي او درواغ خبرو کې مو را غبرګ کړي وو چې له هره اړخه يې کمزورې بڼه لرله چې ستاسو دخبرو پر وړاندې هر هوښیار انسان له چوپتیا پرته د ویلو لپاره بل څه نلري چې ستاسې په ځواب کې ووايي.

ښاغلی داود مرادیان چې څو کاله وړاندې د بهرنیو چارو وزارت دسلا کار په توګه پا تې شوی وو ، په دنده کې د خپل سري او بیکفایتۍ له امله دولسمشر کرزي له خوا لرې شو، چې تر دې دمه بیکاره او روزګاره کله د یوې ډلې ټپلې د روازې وټکوي او دهغوی دخبرو او شومو اهدافو دویاند په توګه له طلوع تلویزیون څخه سر پورته کړي او کله همه د ښاغلي سپنتا له موخو او تګلارو څخه د ملاتړ تر ځنګ په داسې بحثونو او خپرونو کې را ښکاره شي چې هم ځان او هم سپنتا صیب وشرموي، لکه تیره شپه چې په طلوع تلویزیون کې د پوهنې وزارت په اړه د یوې خپرونې دبحث موضوع ته د کارپوه په توګه اوتې بوتې او شرمونکي درواغ يې وویل.

مرادیان په خپلو خبروکې دپوهنې وزیر داکټر فاروق وردک د مخالفو وسله والو ډلو ملاتړی په ګوته کړ او ځرنګنده یې کړه که چیرته دی دکوټې دشورا مشر او یا غړی وي ده ته مناسبه دنده ده، دا ځکه چې دښونځي سوزونکي او په عمومي ډول د معارف د ښمنان د فاروق وردک له خوا نا څرګند کسان په ګوته کیږي د مرادیان په وینا فاروق وردګ د طالب او حزب اسلامي ملاتړی دی او کله چې دوی پر معارف بریدونه کوي نو له خپرولو او په ګوته کولو یې سترګې پټیږي، چې دا یو ځل بیا دښاغلي مرادیان دافهام او تفهمیم پر کمزورۍ تکیه کوي چې له رسنیو څخه د پوهنې دوزیر له خبرو څخه ناسمه تعبیر خپل ذهن ته ورسپاري، نوځکه یې له خپلې خیټې بې مفهومه او یو داسې نظر څرګند کړ چې زما په خیال وروسته خپله به هم ښه خجل شوی وي ، خو زه ورته وایم چې مرادیان صیب ته خو په جرمني او یا دوبۍ کې دخپلې عیاشۍ او شخصي کړنو په ترسره کولو بوخت يې او هیڅ امکان نلري چې تاسې دیوه افغان هوښیار انسان په توګه د افغانستان هغه ولایات په خپلو سترګو لیدلی وي او یا داچې دحقیقت موندنې په موخه دې کوم سفر کړی وي چې هلته حالات څه ډول دي ، په ټینګار سره وایم تاسې او ستاسې ډله او نور ملګري چې د غیر اسلامي او افغاني مفکورې خاوندان یاست د دې جوګه نه یاست چې له هلمند ، میدان ورګ ، لوګر ، پکتیا ، پکتیکا او یا له نورستان او کنړ له ولایات څخه لیدنه وکړئ او دا لوی ننګ او شرم دۍ چې تاسې د هیواد پر شخصیتونو تورنه پورې کوئ او ځان ته هم عالمان او کارپوهان وایاست.

بله خبره داده چې تاسې له هیواد څخه بهر د پردیو له خولې دخپلو هیواد والو شخصیت او دهغوی له هویت څخه پوښتنې کوئ، دامو بل ننګ او عیب دی چې ستاسي افغانیت په شک کې اچوي او بل داچې بهرني چارواکي دومره خوشي نه دي او نه هم دومره وخت لری چې دنورو هیوادنو د وزیرانو په اړه تاسې ته شکایت او یاهم وضاحت وړاندې کړي، حال داچې تاسې دیوه عادي انسان په توګه بهرته سفرونه کوئ او د چا له خوا په دې نه یۍ ګمارل کیږي چې ګواکي د فلان وزیر په اړه له جرمني او یا کوم بل هیواد څخه مالومات را غونډ کړه نو په ګوته کیږي چې تاسې په خپلو خبروکې دصداقت له غوره عمل څخه سمه ګټه نه پورته کوئ.

مرادیان صیب تاسې خو له خپلې خیټې هوايي او بې مانا شننه وکړه او د معارف د سکټور په اړه مو د پوهنې وزیر فاروق وردګ ته په لوړه کچه سپکاوی وکړ، خو زه باور لرم چې فاروق وردګ علمي او اکاډمیک شخصیت لري او هیڅ کله به ستاسې د دې غیر اخلاقي چلند ځواب ونه وايي او دایوه ښکاره خبره ده چې نوموړی په دې توانیدلی چې دم ګړۍ د مختلفو ډلو ټپلو د بې ځایه نیوکو او ستاسې د اوتوبوتو په شان دنورو اشخاصو او د دسیسه ګرو کړیو پروپاګنډ ته پام ونه کړي او خپلې چارې لاښه او غوره ترسره کړي او دافغانستان خلک شاهدان دي چې دمعارف سکټور پنځه کاله وړاندې چېرته وو او دادۍ اوس په کوم لور روان دۍ.

مرادیان صیب زه دیوه افغان په توګه له تاسې غواړم چې خپلو ملګرو او ملاتړو دولتي مشرانوته دا وخت مه ورکوئ چې ستاسې له احساساتو ناوړه ګټه پورته کړي ، ماشا الله تاسې هم پوره عقل لرئ او هم خدای (ج) تاسې مسقل خلق کړي یاست، نو لازمه ده چې د آلمان او نورو هیوادونو خیالونه او بیځایه غوښتنې له خپلو مغذو څخه لرې او دیو افغان په توګه پر هیوادنیوملي موضوعاتو فکر وکړئ او خپل هیواد له دې حالاتو وژغورۍ ، ستاسې نور مشران اوملاتړیو څوکاله وړاندې غوښتل چې په هیواد کې د (هم جنس ګرايي) د قانون طرحه چې له بهر څخه وارد شوی وو او دهغوی له خوا تجربه شوې هم وه پر ولسمشر کرزي باندې لاسلیک او نافذيې کړي چې له نیکه مرغه ناکامه شول، دغه راز د افغانستان خلک ستاسې او ستاسې دلوی مشر ښاغلي سپنتا پرشخصیت او اخلاقو ښه پوهیږي نو لازمه نه ده چې خپل واک بل چاته د ډلو ټپلو په ګته وسپارئ.

زه په پاې کې له طلوع تلویزیون څخه هم غوښته کوم چې په هیواد کې دملي ګټو په رڼاکې خپل نشراتي فعالیت ته دوام ورکړي نه دا چې دافغانانوپر زخمومالګې ودوړوي، که چیرته طلو تلویزیون خپله تګلاره او نشراتي فعالیت ته افغاني بڼه ور نه کړي نو دشک ځای به نوي چې له ولسي پاڅون سره به مخ او د نابودۍ تریخ خوند به موڅکلی وي.

یوه بله یادونه هم ضروري ده هغه داچې ښاغلی داود مرادیان چې دسپنتا صیب لنډ او باوري ملګری دی او دمفکورې له اړخه هم ګډې موخې لري په دې لټه کې دي چې دپښتون او تاجکو ترمنځ واټن رامنځته کړي او د غه هڅې ته په جدي بڼه دوام ورکوي چې له نیکه مرغه افغان ویښ ولسونه د مرادیان او دهغه د فاسدو ملګرو پردې شومې موخې پوه شوي او هیڅ کله به اجازه ورنه کړي چې د هغوی پر وقار او حیثیت لوبې وشي.