کور / تازه خبرونه / كندهار: د ريګستان اوسيدونكي له ستونزو سره مخ دي

كندهار: د ريګستان اوسيدونكي له ستونزو سره مخ دي

په كندهار كې د ليري پرتې ولسوالۍ ريګستان اوسيدونكي وايې چې دا مهال د يو عالم ستونزو سره مخ دي او تر اوسه يې چا په ستونزو ځان هم نه دى خبر كړى .
ريګستان د كندهار ليري پرته ولسوالي ده او د چارواكو له پامه هم غورځيدلې ده .
دا ولسوالي د ګاونډي هيواد پاكستان سره هم ګډه پوله لري .
د دې ولسوالۍ اوسيدونكي وايې چې تر اوسه يې هيڅ پوښتنه نه ده سوې .
د د دې ولسوالۍ اوسيدونكي زياتوي چې په ولسوالي كې يې ښوونځي ، پاكي اوبه ، روغتيايي مركزونه او حكومتداري نسته چې دوى يې د يو عالم ستونزو سره مخ كړي دي .
د ريګستان ولسوالۍ اوسيدونكي وايې چې كه يې ستونزي حل نه شي ژوند به يې نور هم ستونزمن سي .
د ولسوالۍ ولسوال عبدالخالق ايوبي وايې چې د خلكو ستونزي يې ټولي د نژدې اوريدلي دي او د حل دپاره به يې هيڅ ډول امكاتات درېغ نه كړي .
هغه وايې چې د خلكو ټولي ستونزي به د كندهار تر ولايت مقامه او تر مركزي دولت پوري ورسوي ، په وينا يې چې د حل دپاره به يې غوښتني جدي وي .
د ريګستان د ولسوالۍ په شان د نورو ليري پرتو ولسواليو اوسيدونكي هم ورته ستونزي لري ، كه څه هم دې ولسواليو ته چارواكو د سفرونو پر مهال تازه ژمني كړي دي خو تر اوسه يې عملي جامه نه ده اغوستې .