کور / تازه خبرونه / كندهار : ۹ تنه وسله وال مخالفين وژل سوي

كندهار : ۹ تنه وسله وال مخالفين وژل سوي

په غورک ولسوالي کي ٩ تنه وسلوال ووژل سول
د کندهار ولايت په غورک ولسوالي کي د دوو جلا عملياتو پرمهال ٩ تنه وسلوال طالبان وژل سوي او يوه اندازه مهمات او وسلې ورڅخه تر لاسه سوي دي.
د كندهار د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي تېر ماځيګر د يادي سوي ولسوالۍ د چارپوستې په سيمه کي دوه تنه وسلوال طالبان د پوليسو د کمين سره برابر سول چي تر لنډ مقاومت وروسته دواړه ووژل سول او دوې عرادې موټرسايکلونه او ٢ ميله کلاشنکوفونه يې د پوليسو لاسته ورغلل.
له دې وروسته تېره شپه په همدې ساحه کي افغاني خاصو ځواکونو د پوليسو سره په گډه د کره استخباراتي معلوماتو پر اساس د مخالفينو پر يوه پټن ځاى تصفيوي عمليات وکړل چي په نتيجه کي يې اووه تنه وسلوال ووژل سول.
د خبرپاڼي له قوله چي دغه عمليات د شپې پر دوولس پيل او نيم ساعت يې دوام وکړى چي د پورته ذکر سوو وسلوالو د وژني ترڅنګ پکښي په زياته اندازه وسلي او مهمات افغان ځواكونو ته په لاس ورغلي .
خبرپاڼه ليكلي چي په عملياتو كي افغان ځواكونو او ملكي كسانو ته زيان نه دي رسيدلي .
په دي اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .