کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ: د بهرنيو ځواکونو د سرغړونې څيړنه پيل شوه

ميدان وردګ: د بهرنيو ځواکونو د سرغړونې څيړنه پيل شوه

ميدان: دميدان وردګو ولايت مطبوعاتي دفتر څخه لرو بر ته په راستول شوى خبر پاڼه کې څرگنده شوې چې په ميدان وردګو ولايت کې دولسمشر لخوا ګومارل شوي پلاوي دافغان او نړيوالو خاصو ځواکونو لخوا د سرغړونې پيښو څيړنه پيل کړه:د افغانستان جمهور ریس جلاالتماب حامدکرزي په لارښونه یو باصلاحیته استازي ددې ولایت داوسیدونکو دهغه شکایتونو څیړنه پيل کړه چې د دوی په ویناء دنړیوالو او افغان خاصو ځواکونو لخوا ورسره غیري انساني چلند ترسره کیږي.په دغه پلاوي کې دچاروادارې، دملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت باصلاحیته استازو چې مشري یې بریدجنرال دین محمد کوله، پلاوي لومړی دولایت والي عبدالمجیدخان خوږیاڼي، دملي امنیت ریس سالارزی، امنيې قوماندان مل پاسوال سردار محمدځاځي او ولایتي شورا غړوسره ولیدل ښاغلي والي له پلاوي وغوښتل چې ددې ولایت داوسیدونکو هغه عیني ستونزوې او مشکلات چې دافغان او نړیوالو خاصو ځواکونو څخه یې لري په په دقیقه او بې پرې ډول وڅيړي ترڅو متخلفین دقانون دحکمونو سره سم مجازات او ټولنیز عدالت خوندي شي.وروسته راغلي پلاوي او ولایتي مسولینو دولایتي شورا داستازو په شتون کې دهغه سل ګونه کسانو ټولې ستونزې او مشکلات له نژدې واوریدل چې په تیرو دوه میاشتو کې ددې ولایت په جلریز،نرخ، چک ولسوالیو او په مرکز میدانښار کې دعملیاتو پرمهال دنړیوالو او افغان خاصو ځواکونو څخه دملکي خلکو په وژنو،وهونو او بې ځایه نیونو لاس پورې کړې وه.راغلي پلاوي مشر بریدجنرال دین محمد قومي مشرانو، په عملیاتو کې زیانمنو شوو خلکو او ددې ولایت اوسیدونکو او ولایتي مسولینو ته ډاډ ورکړل چې دخلکو شته ستونزې به کټ مټ جمهور ریس ته وړاندي کوي او دحل په اړه به یې جمهور ریس لازم ګامونه پورته کوي