کور / تازه خبرونه / يوناما:د ملكي تلفاتو زياته برخه د مخالفينو له لوري اوړي

يوناما:د ملكي تلفاتو زياته برخه د مخالفينو له لوري اوړي

په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د سياسي نمايندګې يوناما چارواكي وايې چې د كال د لمړيو شپږو مياشتو په پرتله د ملكي وګړو مرګ ژوبله لوړه شوې ده او دوى يې په اړه سخت انديښمن دي .
دا څرګندوني په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د خاص استازي وياندي اغلي نيلاب مبارز په كندهار كې خبريالانو ته وكړې .
نيلاب مبارز وويل چې د روان كال په لمړيو شپږو مياشتو كې ددوي د رپوټ له مخي په ملكي مرګ ژوبله كې پنځلس سلنه كموالى راغلى دى خو د روان كال وروستۍ شپږ مياشتي چې تر اوسه يې راپور نه دى چمتو شوى انديښمن دي چې ملكي مرګ ژوبله زياته شوې ده .
اغلي مبارز وويل چې د ملكي وګړو اتيا سلنه مرګ ژوبله د دولت د مخالفيو په ماينونو ، وسله والو او ځانمرګو بريدونو كې اوړې او پاتي يې د كورنيو او بهرنيو سرتيرو له امله ده .
په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د خاص استازي وياندي اغلي نيلاب مبارز په ټول هيواد كي د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي پر زياتيدو هم انديښنه وښودل .
اغلي مبارز د سولې په پروسه كې د خپل رول په اړه هم معلومات وركړه او پر هغو كسانو چې دا مهال د ترورستي كړيو او سړيو سره دي ږغ وكړ چي د تاوتريخوالي څخه لاس واخلي او د افغان دولت سره د خبرو كولو مېز ته كښيني .
د ملګرو ملتونو سياسي نماينده ګې چې په افغانستان كې يې يو كال نور هم ماموريت غځيدلى دى پر داسي مهال پورته څرګندوني كوي چې د هيواد په ډېرو ولايتونو كې يې خپل دفترونه تړلي دي او يوازي يې د زونونو په سطحه د فعاليت لړۍ روانه ده .