کور / تازه خبرونه / ولسمشر كرزى تركيې ته ولاړى

ولسمشر كرزى تركيې ته ولاړى

ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان، پاکستان او ترکيې هېوادونو د مشرانو په اوومه غونډه کې د ګډون لپاره، نن له غرمې مخکې ترکيې ته روان سو.
د و لسمشرۍ له دفتر څخه په يوه خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چې ولسمشر حامد کرزي به د افغانستان، پاکستان او ترکيې هېوادونو د مشرانو په غونډه کې پر ګډون سربېره د ترکيې له ولسمشر عبدالله ګل او د دغه هېواد له لومړي وزير رجب طيب اردوغان سره هم، په جلاجلا ډول وګوري او په بېلابېلو برخو کې به، د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا او يو شمېر نورو موضوع ګانو په اړه خبرې وکړي.
همدا راز حامد کرزي به د دغه سفر په لړ کې د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ، پر دوه اړخيزو همکاريو سربېره به، د سولې په بهير کې د وروستيو رامنځته شوو پرمختګونو او د ملي امنيت پر لوي رييس اسدالله خالد د بريد د پيښې په اړه، د شته معلوماتو او شواهدو په رڼا کې، خبرې ورسره وکړي.
بايد وويل سي چي له ولسمشر سره په دغه سفر کې د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول، د سولې د عالي شورا رييس صلاح الدين رباني، د کورنيو چارو وزير غلام مجتبي پتنګ، د ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا، د ترانسپورت او هوايي چلند وزير داوود علي نجفي، د ټولګټو وزير نجيب الله اوژن، د ملي دفاع وزارت لوي درستيز ستر جنرال شېر محمد کريمي، په نړيوالو چاروکې د ولسمشر سلاکار يحيي معروفي، د ملي امنيت سرپرست حسام الدين مرزي، د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين جاويد لودين، د جمهوري رياست د عالي مقام د دفتر رياست مرستياله حميرا لودين اعتمادي او د جمهوري رياست وياند ايمل فيضي ملګرتيا کوي.