کور / علمي / سترګه (Oculus) دپنځوحواسواړین غړی

سترګه (Oculus) دپنځوحواسواړین غړی

سترګه (Oculus)


(لکچرنوټ (۱) لیکوال : پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ


سترګه د انسان د پنځو حواسو څخه یو ډېر مهم حس دی . دانسان سترګه یوداسي غړی دی چې دځانګړوحجروپه واسطه درڼاوړانګوانرژي رانیسي او په الکتروکیمیاوي زیګنالونوباندي يې اړوي . خودانسان سترګې یوازې دهغو الکترومقناطیسي وړانګو تشخیص اوحس کولای شي چې دڅپې اوږدوالی يې د 380-780 nm نانومتروترمنځ وي . نوموړې څپې دالکترومقناطیسي وړانګو طیف هغه برخه ده چې دسترګوعصبي حجروپه مرسته دادراک اودلیدلووړګرځي .


په عالي اورګانیزموکې سترګه یومغلق اپتیکي سیستم جوړوي . خوډیریوحجروي اورګانیزم لکه Euglena شته دي چې درڼارانیولولپاره یوفوتوریسیپټر photoreceptor لري . په دې ماناچې دمغلقې سترګې پرځای ساده سترګې لري اویوازي تیاره لکه شپه اورڼالکه ورځ ترمنځ توپيرکولای شي . مغلقې سترګي کولای شي چې دشیانوشکل اورنګ وپيژني . په ښکارکوونکوحیواناتوکې لکه انسان دواړه سترګې یوځای هرې خواته حرکت کوي په داسې حال کې چې په ځینوحیواناتو لکه سوی اواس هره سترګه ځانته خپلواکه خوځیږی . همدالامل دی چې دهغوی دلیدسیمه ډیره پراخه ده . په ځینوحیواناتولکه سرپایان ،ماهي ،دوزیستان اومنګورکې دعدسیي شکل ثابت دی اودلیدساحه يي لکه دعکاسي کامرې په شان فوکس کیږي . مفصل پښي حیوانات مرکب ډوله سترګې لري چې دزرګونوفوتوریسیپټرونوڅخه جوړه شوې وي .


دسترګې اناتومي جوړښت :
سترګې دسرکوپړی دتندي لاندې دهډوکي په یوه ژوره کنده Orbita کې پرتې دي چې دسترګو خالیګاه ورته ویل کیږی . سترګه دشپږوبهرنیوعضلاتو (Mm. externi bulbi oculi); په مرسته هراړخیزحرکت کولای شي . دهغوي څخه څلورمستقیم عضلات (Mm.rectus) دي اودوه يي مایل عضلات (Mm.obliquus) دي .دنوموړوعضلاتوپه واسطه سترګه وسطي خوا ،جانبي ،پورته ،ښکته خوا او برسیره پردې څرخیدونکئ حرکت کولای شي .
دانسان سترګه ددریومهموبرخوڅخه جوړه شوې ده . ۱- دسترګې ګاټی ،۲- مرستندویه غړي ۳- دلید مسیر.



دسترګې اناټومي جوړښت ( ۱) .


لومړی – د سترګې ګاټی (Bulbus oculi):
دسترګې ګاټی دیوکروي شکله شفاف زجاجیه جسم (Vitreous humour) اودیوې عدسیي Lens څخه جوړ دی . دسترګې ګاټي غشا ددریوپټونوڅخه جوړه ده چې دبهرني پټ Tunica conjunctiva ، منځني پټ مشیمیه (Tunica vasculosa bulbi) او داخلي پټ شبکیې (Retina) په نوم یادیږي . زجاجیه جسم دسترګې دعدسیي ترڅټ اوشبکيي ترمنځ ټوله فضا ډکوي اولږڅه 98% داوبو ،ژلاتینې سرښیدونکي مادي اوپاتې برخه يې دګلوکوزاومالګې څخه جوړه ده .
 
الف – بهرنۍ پټ Tunica conjunctiva: داپټ دسترګې ګاټي مخته راوتلي پوټکي قرنیه (cornea) اودیوه څټ سپین رنګه پوټکي صلبیه (sclera) پوښ جوړوي . . صلبیه دسترګې دګاټي بهرنۍ سپین اوکلک کروي شکله پوښ دی چې پرته له قرنیې دسترګې ګاټی ګردچاپیره پاتې برخه ان تراپتیک عصب پورې پوښ کوي .


 ملتحمه یوه نازکه اوشفافه مخاطي غشاده چې دصلبیي قدامي سپینه سطحه اوهمدارنګه دسترګې لیمو دننه سطحه يي پوښ کړي ده . د ملتحمه سطحې موکوزي غشاحجرې یوډول سریښناکه مایع افرازکوي چې سترګه ورباندي غوړه ساتل کیږي . قرنیه یوشفاف نازک پټ دی چې دسترګې ګاټي قدامي خونه anterior chamber ،دسترګې کسۍ (pupil) او دعنبیه (Iris) پوستکی يې پوښ کړی دی . دقرنيې دنده داده چې دنوروړانګې فوکس کړي ، انکسارورکړي اوپریږدي چې سترګې ته ورڅخه تیرې شي . عنبیه یوه ابي،نصواري اویاشین رنګه دایروی غشا ده چې دقرنيې ترشااودعدسيې قدامي برخه کې پرته ده . د عنبیې په مرکزکې دکسي تور ګردسوری پروت دی . د عنبیه دنده داده چې دحلقوي اوشعاعي عضلاتوپه مرسته درڼاپه ترځ کې دکسي سوري قطر کوچنی اودتیاره په ترځ کې دکسي سوري قطر پراخ وساتي اوپه دې توګه دنورشدت کنترول کوي . په بله ویناعنبیه لکه دعکاسي کمري مصراع شتر shutter په ډول کارکوي . دعنبیې ترشادسترګې شفافه بلوري محدب الطرفین عدسیه پرته ده او دباڼه ایزعضلاتو په واسطه ځونډه ده . عدسیه دباڼه ایزعضلاتو په واسطه په اوږدمحور څکول کیږي اویاراټولیږي اوپه همدې کړنلاره سره دعدسيي انحناتغیرکوي . په پایله کې دعدسيې فوکس ټکی تغیرکوي اودهرواټن لپاره دجسم تصویرپه شبکیه باندي جوت فوکس کیږي .


 یوډیرکوچنی کانال Canalis hyaloideus دآپتیکي عصب څخه پيل کیږي دسترګې ګاټي څخه تیریږي اودعدسیې ترشابرخه پورې رسیږي . په نوموړي کانال کې مایع ذخیره وي اودعدسیې دفوکس کولوپه ترځ کې مخ خواته اویاڅټ خواته بهیږي . دقرنيې اود صلبیې دتماس په ټکي کې یوکانال Schlemm’s canal شتون لري چې دمنځ څخه يي ژلاتینی مایع بهیږي . دامایع دباڼه ایزعضلي په واسطه تولید اوکنترول کیږي او دسترګودڅټ خونې posterior chamber څخه دکسي له لاري دسترګې مخ خونې ته جریان مومي . . دسترګې مخ خونې اودشاخونې ترمنځ د سترگې کسی پروت دی اودواړه خونې دسترګې په مایع ډکې وي . دسترګې مخ خونه دقرنيې اود عنبیې ترمنځ پرته ده اودسترګې څټ خونه دعنبیې ترڅټ خودعدسیي مخ خواته پرته ده . ژلاتیني مایع دمخ خونې څخه دقدامي باڼه ایزوریدله لارې دوینې جریان ته ورننوځي .


ب – دسترګې ګاټي منځنۍ مشیمیه پټ (Choroidea) : دشبکيې اود صلبیې پټ ترمنځ پروت دی اوپه دریوبرخو ویشل شوی دی . دمشیمیه پټ ځانګړتیاداده چې په رګونواورنګه ټکو pigments غني پټ تشکیلوي . دهمدې پټ څخه دسترګې شبکیه پټ په اکسیجن لرونکي وینه Arteria centralis retinae اونورواړینوموادوتغذیه کیږي . دمشیمیې اوعنبيې پټونو ترمنځ باڼه ایز جسم ciliary body پروت دی اودهغه په باڼه ایز اپيتیلیم کې دپلازماپه شان ژلاتیني مایع humor aquosus افرازکیږي . دا ژلاتیني مایع چې دقرنیې اوعنبيې سیمه ډکوي دیوې خوادسترګې کروي شکله بڼه اوبلخوادسترګې په منځ کې فشارثابت ساتي . ژلاتیني مایع دعدسیې اوقرنيې لپاره غذايې موادچمتوکوي . باڼه ایزعضلات دعدسیې فوکس ټکي ته داسي تغیرورکوي چې دنږدې اودلیرې واټن شیان جوت ولیدل شي.


ج – شبکیه پټ (Retina) : دسترګې ګاټي دڅټ درې په څلورمه برخه په شبکیه باندې پوښ شوې ده اودلید مسیردپيل برخه تشکیلوي . په شبکیه کې د اپتلموسکوپ Ophthalmoscope آلې په مرسته دوینې رګونه لیدل کیدای شي اودناروغۍ تشخیص کیږي . د شبکیې فوتوریسپټر په پټ کې ځانګړې حجرې شته دي چې دنوروړانګې انرژي په عصبي زیګنالونوباندي اړوي . په شبکیه کې دوه ډوله فوتوریسپترونه شته دي چې مخروطي شکله حجرې retinal cones اودمیله ډوله حجرو Rod cellپه نوم یادیږی . مخروطي شکله حجرې دډیررڼاپه واسطه تحریک کیږي او رنګه لیدمنځ ته راولي . خو میله ډوله حجرې دلږرڼا لکه دمیاشتې رڼاپروړاندې ډیرحساسیت ښيي . دفوتوریسپټرپټ څخه دلیدزیګنالونه لومړی دعصبي دوه قطبه حجره bipolar cell اوبیا عصبي غوټه ډوله جوړښت ګنګلیون Ganglion ته انتقال کیږي . دلیدزیګنال دشبکيې په ګنګلیون پټ کې د عصبي غوټې حجره ديپولارایزکوي depolarize اودعمل پوتنسیل action potential منځ ته راځي . په پایله کې تصویر په الکتروکیمیاوي زیګنالونوباندي اوړي . ورپسې تولیدشوی عصبي زیګنال دآپتیک عصب له لارې مغزته انتقال کیږي.


دشبکیې هغه برخه چې د اپتیک عصب ورڅخه وځي د Discus nervi optici اویا ړوند داغ blind spot په نوم یادیږي . داځکه چې په نوموړي وتون ځای کې درڼارانیوونکي حجرې یانې فوتوریسپټرونه شتون نه لري . د اپتیک عصب دیسک سره یوځای دشبکيې مرکزي شریان Arteria centralis retinae دشبکیې اوټولوعصبي ریشو لپاره وینه سمبالوي اودشبکيې وریدپه واسطه بیرته راوځي . د اپتیک عصب دیسک څنګ خواته،دشبکيې په مرکزي برخه کې اودلیدمحور استقامت په اوږدوکې یوزیړداغ Macula lutea پروت دی . دزیړداغ په مرکزکې یوه ژورتیاده چې د Fovea cenralis په نوم یادیږی . څرنګه چې دزیړداغ په مرکزي ژورتیاکې دمخروطي حجروشمېر ډیرلوړدی نوله دې کبله دلته دهرځای په پرتله دلید شدت اوقدرت ډیردی . کله چې دنوروړانګې د قرنیې اودسترګې ګاټې څخه تیرې شي نوپه شبکیه باندې لګیږي . په شبکیه کې دیوه جسم تصویرمنځ ته راځي . شبکیه لکه دیوې عکاسې کمرې فلم په شان دنده ترسره کوي .


دویم : دسترګې مرستندویه غړي :
دسترګې مرستندویه جوړښتونه لکه دسترګولیمه palpebrae،دسترګووریځې ، داوښکوافراز دستګاه ; apparatus lacrimalis اودسترګې بهرنیو عظلاتوڅخه عبارت دي . پورتنۍ لیمه د یوې عضلې په مرسته M.levator palpebra superioris ښکته اوپورته خوځول کیږي او داوښکو ښویدونکي مایع په واسطه تل مینځل کیږي . دلیمو غیرارادي تحریکي عکس العمل په واسطه دیوې خوادسترګې ګاټی وچ نه پاتې کیږي اوبلخواسترګه دمایکروبونواوخچنیوڅخه پاکه ساتل کیږي . دسترګې دپاس لیمو بهرجانبي خواته یوه غده شته ده چې دGlandula lacrimalis په نوم یادیږی اوداوښکې مایع افرازکوي . داغده دیوه نل یامجرا له لارې Ductuli Excretorii اوښکې دسترګې ګاټي دپورتنی لیمې لاندې قرنیه سطحه باندې تشو ي . ددې ځای څخه وروسته اوښکې دسترګې ګاټي سطحه هم لمدوي اوپه پایله کې دوه سوریو Puncti lacrimales ته وربهیږی . ورپسې داوښکومایع داوښکوپه کڅوړه Saccus lacrimalis کې راغونډیږي . په اخیرګام کې اوښکې دپزي ــــ اوښکې کانال له لارې دپزې خالیګاه ته ورتویږي .


درېيم :- دسترګولیدمسیر:
دچاپېریال څخه دنورالکترومقناطیسي وړانګې لومړی دسترګې شفاف قرنیې پوښ ته ورننوځي اوبیا په خپل وارسره دقدامي خونې ،کسي،عدسیې اودسترګې ګاټې څخه تیریږي . په پایله کې درڼاپه حساس پټ شبکیه باندې دعدسیي په واسطه فوکس کیږي . په شبکیه کې لومړی دجسم تصویرکوچنی کیږي ،بیاپه څنګ باندې معکوس کیږي اوپه پایله کې سرچپه کیږي . دجسم تصویرپه شبکیه کې درڼاپروړاندې حساسې حجري یانې فوتوریسپټرونه تحریک کوي اوپه برقي زیګنالونوباندي اوړي . دسترګودلیدعصبي زیګنال مسیرله شبکیې نه شروع کیږي اودهمدې ځایه دمغزدویم اپتیکي عصب N. opticus (II) ، ته ورننوځي . په پایله کې د اپتیک عصب په واسطه دلیدعصبي زیګنالونه دمغز لید قشر Visual cortex ته انتقال کیږي چې دمغز په څټ لوب occipital lobe کې پروت دی . په مغزکې دتصویرادراک پيژندل کیږي اوسمدلاسه ددواړوسترګومالومات دیوبل سره مقایسه کوي .
(په درنښت)


(دلکچرنوټ لومړۍ برخې پای )


لیکوال : پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ
ځاي : دجرمني هیواد
نیټه : ددیسمبرمیاشتې نهم ۲۰۱۲ زکال


اخځلیک :


۱- http://www.allaboutvision.com/resources/anatomy.htm
۲- http://127.0.0.1:50000/Xaver/start.xav?startbk=pschyrembel_kw
۳- http://de.wikipedia.org/wiki/Auge
۴- http://en.wikipedia.org/wiki/Eye
۵- http://www.webmd.com/eye-health/picture-of-the-eyes
۶- http://en.wikipedia.org/wiki/Conjunctiva
۷- http://education.yahoo.com/reference/gray/subjects/subject/227#p1026
۸- ۶- G.J. Tortora,B.H.Derrichson; Anatomie und Physiologie 2006;
Willy Blackwell Verlg