کور / تازه خبرونه / ايمل فيضي:امريکې ته د اسدالله خالد د لېږد پريکړه نده سوې

ايمل فيضي:امريکې ته د اسدالله خالد د لېږد پريکړه نده سوې

د کابل څخه ځینوافغاني رسنیو اژانسوخبر ورکړی دی چي دافغانستان دملي امنیت رئیس اسدالله خالد طبي ډاكټرانودافغانستان جمهوري رياست ته وړانديزكړىدي، چې دملي امنيت رئيس دي دلازمې درملنې لپاره دامریکاومتحده ايالاتو ته ولیږل شي.د جمهوررئيس حامد كرزي ويانداېمل فيضي وايي،چي تر دې دمه جمهوررئيس کرزي په دې اړه، چې دملي امنيت رئيس د لازمې درملنې لپاره بهر ته واستوي او که څنګه، کومه پرېکړه نه ده کړې.د هغه په وينا، داسد الله خالد روغتيايي حالت له خطره بهردى.
له دې وړاندې دبهرنیوخبري اژانسو ديوه افغان چارواكي په حواله، چې نوم يې نه دى ياد شوى ويلي وو، چې اسد الله خالد له بې هوشۍ څخه بهر شوى، خلک پېژني، خو تر دې دمه خبرې نشي کولى .
اسدالله خالد تېره پنجشنبې په کابل کې په يوه ځانمرګي بريد كې ټپي شو،چې اوسمهال دبګرام په روغتون کې تر درملنې لاندې دى. ولسمشر کرزی، دایساف اوناتوځواکونو قوماندان آلن اونورلوړپوړ ي چارواکي داسدالله خالد دپوښتنې لپاره روغتون ته ور غلې دی ،ولې تراوسه پوری بهرنيواوکورنیورسنیو دهغه ژوندی انځوردتلویزیون په پرمخ نه دی څرګندکړی.