کور / تازه خبرونه / په کوټه، پښين او کلا عبدالله کې د ګوزڼ ضد واکسين پيل سو

په کوټه، پښين او کلا عبدالله کې د ګوزڼ ضد واکسين پيل سو

دکوټې په شمول د ايالت په پښين او کلا عبدالله سيموکې د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ پر ضد د واکسيناسيون درې ورځنی کمپاين د دوشنبې په ورځ پيل سو، چې د روانې دسامبرمياشتې تر دولسمې نېټې پوري به دوام وکړي .


 په ياد کمپاين کي به ګرځنده ټيمونه کورپرکورګرځي، او هغه ماشومانوته چي عمرونه يې ترپنځوکلونوپوري وي، د ګوزڼ ضداو وټامن اې څاڅکي ورکوي. کمپاين په داسي وخت کې پيليږي، چې په دې وروستيو کې په ايالت کې څلور ماشومان په ګوزڼ ناروغۍ اخته سوي دي او په تېره يو مياشت کې په ياده ناروغۍ د اخته سويو ماشومانو شمېر نهوته ورسېدى.



دا هغه ماشومان دي د چا چې ميندو او پلرونو د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين له ورکولو انکار کړى وو. په کوټه کي د روغتيا ايالتي سيکرټر عصمت الله کاکړ وايي، د کمپاين لپاره بشپړه تياری نيول سوی، چې په ترڅ کې به يې اووه لکه ماشومانوته د پوليوناروغۍ ضد څاڅکي ورکول کېږي .



نوموړي له ديني عالمانو او قبايلي مشرانو وغوښتل چې د پوليو يا ګوزڼ د مبارزې په کمپاين کې له ګرځنده ټيمونو سره همکاري وکړي، څو دغه ناروغي په بشپړه توګه له منځه يوړل سي . http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail