کور / د ماشومانو نړۍ / ماشومانو ته د پيسو او مالی مفاهيمو په اړه زده کړه

ماشومانو ته د پيسو او مالی مفاهيمو په اړه زده کړه

ماشومانو ته څرنګه زده کړه ورکړو!

ماشومانو ته زده کړه د ژوند په هره برخه کې په ځانګړي دول د پیسو د ساتنې د څرنګوالي په برخه کې دهغوی د راتلونکي ژوند په اړه خورا مهم رول لري، ځکه د هر انسان اساس او بنیاد د ماشومتوب له دورې څخه پیل او پایله یې په ځوانۍ کې په ډاګه کېږي.

موږ د والدینو یا د کوچنیانو د سر پرست په توګه داسې فکر کړی چې خپلو ماشومانو ته د هغوی د جیب خرڅ په توګه څومره پیسې ورکړو؟

که زموږ ماشوم ټینګار وکړي چې فلانی څیز راته را ونیسه هغه مو ورته رانیولی؟ او یا مو هغه ته قناعت ورکووچې د ځینې څیزونو په ترلاسه کولو کې صبر وکړي!

په هر حال په سرکې والدین او وروسته محترم ښوونکي مسؤلیت لري چې ماشومانو ته د پیسو د ترویج، فرهنګ، ساتنې، داستفادې او ارزښت په اړه کوچنیانوته زده کړه ورکړي.

که څه هم د نړۍ په ښوونځیو او مدارسو کې پدې برخه کې زیاته پاملرنه نده شوې او ډیر لږ کوچنیان د مالي سواد لرونکي دي، نو پدې برخه کې د والدینو مسؤلیت تر نورو زیاد دی.

مور او پلار باید ډیره حوصله ولري او یوه زیاته اوږده موده په پام کې ونیسي څو خپلو کوچنیانو ته د مالي سواد زده کړه ورکړي، نو پدې لحاظ ویلی شو چې د انسان د زده کړې لومړۍ مدرسه کورنۍ ده. بده به نه وي که دلته کورنۍ د انسان جوړونې یوه مرجع تعریف کړو.

د ماشومانو لپاره د مالي سواد د زده کړو ګټې!

۱: د ماشوم مغز تر پیدایښت وروسته د کاغذ د یوې سپینې پاڼې په څیر وي، او هر څه چې پرې ولیکل شي همغه پرې ثبت کېږي اوبس، نو دا میندې او پلرونه دي چې پدې برخه کې څه ډول تصمیم نیسي چې ماشومان یې څه شي ته اړتیا لري، او اړتیاوې یې باید تر کومه حده پوره شي او ماشوم ته د ورځې څو روپۍ ورکړل شي.

۲: والدین باید خپلو ماشومانو ته د ژوند په پیل کې دا وښيي چې د خپل جیب د پیسو څومره اندازه مصرف او څومره یې سپما کړي، په حقیقت کې د پیسو بودجه بندي له همدې ځایه پیل کېږي، د پیسودلا ښې ساتنې دپاره لازمه ده چې ماشوم ته یو جیبي بکس یا دخل په پام کې ونیول شي چې د ماشوم د لومړني بانک په توګه پېژندل کېږي او تر هغه وروسته دې له بانک او بانکي حسابونو سره اشنا شي.

د ماشوم سپما شوې پیسې هغه ته د خودکفايي احساس ورکوي او کولی شي خپلې ځینې اړتیاوې له همدې لارې پوره کړي، دا کار د ماشوم د پښو درېدو مهمه لاره ده، او په راتلونکې کې پدې پوهېږي چې له خپلو پیسو نه ښه استفاده وکړي.

۳: والدین ددې لپاره چې اولادونه یې په راتلونکې کې له اقتصادي ستونزو سره مخ نه شي باید دوی ته ښودنه وکړي چې د خپلو سپما شویو پیسو نه په بانکي حسابونو او نورو برخو کې پانګونه وکړي، چې دا په خپله د ماشوم په وسیله د پیسو د مدیریت یوه انګیزه ده.

۴: ددې دپاره چې ماشوم په ښه توګه د پیسو په ارزښت پوه شي، والدین باید دپیسو د ساتنې غوره لارې چارې وروښيي، څو په راتلونکې کې د خپل عاید ښه ساتنه وکړي، او د پانګونې دپاره یو ښه عامل وي.

د ماشوم د پاره د پیسو د ښه مدیریت دپاره ځینې ضروري لارښوونې په لاندې ډول دي:

۱: د ماشومانود اړتیاو په مینځ کې یوه تفاوت ته قایل شﺉ، دوی ته لارښوونه وکړﺉ چې یو شمیر توکي چې غواړي د هغه قېمت لوړ دی، یا د دوی سن تقاضا نه کوي چې دغه شی تر لاسه کړي، او د ځینې توکود ترلاسه کولو دپاره باید صبر وکړي او داسې … نور

۲: کوچنیانو ته اجازه ورکړﺉ چې له کوچینیوالي څخه خپل مالي تصمیمونه ونیسي، لارښوونه ورته وکړﺉ چې د خپل جیب له پیسو نه څومره خرڅ، سپما، د خیریه کارونو په لګښت او داسې نور … برخو ولګوي.

۳: ماشومانو ته دا ور زده کړﺉ چې په راتلونکي کې د خپلې پانګونې د ترلاسه شوي عاید څخه مالیه ورکړي، هیڅکله دا مه ورته وايي چې هغه کار چې زه درته وایم هغه وکړﺉ، بلکه د هغه د خپلو کړنو په وسیله هغه وپوهوﺉ چې باید څه وکړي.

په پای کې خپلو کوچنیانو ته د هېواد ددې خاورې راتلونکې د دوی په لاس ده ور زده کړﺉ چې، دا د پیسو قدرت ندی چې انسان پیسه داره کوي، بلکه بر هغوی باندې تسلط لرل او د پیسو په مدیریت باندې واک دی چې له هغه نه یو ثروتمند یا دنیادار جوړوي.