کور / تازه خبرونه / شهزاده مسود د کرکيټ بورډ دپاره مناسب شخص دی

شهزاده مسود د کرکيټ بورډ دپاره مناسب شخص دی

د افغانستان د ملي اولمپیک مشر دافغانستان د کریکټ بورډ ادارې لپاره ښاغلی شهزاده مسعود وړ کس وباله.


 د ملي اولمپیک مشر ښاغلی ظاهراغبر د افغانستان کریکټ بورډ د عمومي مشر په توګه د ښاغلي شهزاده مسعود د ټاکل کیدو د هرکلی لپاره د کریکټ بورډ ادارې ته راغلی وو .


اغبرپه خپلو خبرو کې شهزاده مسعود دافغانستان د کریکټ بورډ ادارې لپاره وړ کس وباله او په هغه غونډه کې یې  د کډ‌ون بلنه ورکړه چې په نړیوالو سیالیو کې دافغان لوبغاړو د بریالیتونو په ویاړ د ملي اولمپیک په اداره کې جوړه شوې وه


د قبائیلو په چارو کې د افغان ولسمشرسلاکار وزیر او د کریکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي شهزاده مسعود جوته کړه چې افغانستان کې پرمختګ شوی خو سپورت او افغان لوبغاړو د پام وړ پرمختګ کړی.