کور / تازه خبرونه / پکتيکا: شپږ ځانمرګي بريدګر ژوندي ونيول سول

پکتيکا: شپږ ځانمرګي بريدګر ژوندي ونيول سول

نن سه شنبه د ۱۳۹۱ کال د ليندۍ په ۲۱ مه ۲:۰۰ بجې شپږ ځان وژونکي چې د چاودېدونکو توکو ډک واسکټونه يې په ځان پورې تړلي وو، د پکتيکا ولايت سروضې ولسوالۍ په سلطانو کلي کې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې ژوندي ونيول شول، ياد عمليات د پکتيکا ولايت امنيه قومندانۍ او ملي امنيت رياست د کشفي راپورنو پر اساس ددې ولايت د سروضې ولسوالۍ په سلطانو کلي کې ترسره شوي دي
ياد ځان وژونکي چې يو يې د قندهار ، درې تنه يې د غزني، يو يې د ميدان وردګو او بل يې د ارزګان اوسيدونکی دي غوښتل د پکتيکا پر والي، امنيه قومندان او ملي امنيت پر رئيس بريدونه ترسره کړي چې هدف ته له رسيدو وړاندې ونيول شول، له دوی سره پنځه کلاشنکوفونه، يو راکت انداز، شپږ د چاودېدونکو توکو ډک واسکټونه او يو رينجر موټر چې د چاودېدونکو توکو ډک وو نيول شوي دي.