کور / تازه خبرونه / خوست:دبشري حقونو نړيواله ورځ ولمانځل شوه

خوست:دبشري حقونو نړيواله ورځ ولمانځل شوه

د اسلامي او نافذه قوانينو په رعايت کولو سره په ټولنه کې د هرډول بې عدالتيو ، ‌ظلم ، غير بشري کړنو مخه نيول کيدای شي نو اړينه ده چې د ټولنې هر فرد د اسلامي او نافذه قوانينو په چوکاټ کې خپلې ورځينۍ چارې سرته ورسوي، دا څرګندونې خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي د مېلمستون په ودانۍ کې د بشري حقونو د نړيوالې ورځې د لمانځغونډې برخوالو ته د وينا پرمهال په ډاګه کړې .

په دې مراسمو کې د خوست ولايتي ادارې مشرتابه ښاغلي عبدالجبار نعيمي ، د زون په کچه د بشري حقونو خپلواک کميسيون مشر پوهنيار نور احمد شهيم ، د ولايتي شورا وکيلانو ، د شيخ زايد پوهنتون رئيس پوهندوی محمد رسول باوري ، قومي مشرانو ، ديني علماءکرامو ، د مدني ټولنو غړو ، د خوست ولايت د مرکز او ولسواليو د بېلا بېلو ادارو مسوولينو ، د يوناما د سيمه ايزدفتر مسولې اغلې ميشيکو ، د ځوانانو په ګډون ګن شمېر مېرمنو برخه اخيستې وه .

د خوست ولايتي ادارې مشرتابه ښاغلي عبدالجبار نعيمي د پرانېستونکي وينا پرمهال وويل چې د اساسي قانون او د ملګروملتونو له منشور سره سم په افغانستان کې د بشرحقونو او ازادۍ لپاره مبارزه روانه ده خو د تېرو دوه نيمو کالونو په موده کې د خوست ولايتي ادارې د بشري حقونو درناوی کړی او په دې لاره کې يې عملي اقدامات ترسره کړي دي .

د نوموړي په خبره په دې ولايت کې د پراخو کمپاينونو په اساس د يو شمېر هغو ناوړه دودونو او رواجونو مخه نيولې ده، چې د بشري حقوقو سره په ټکر کې وو همداشان يې په هر ډګر کې د ولسي ستونزو هوارى او د غيرقانوني کړنو په مخنيوي کې د ولسونو په همکارۍ جدي مبارزه کړې او دوام لري .

ښاغلي نعيمي وړانديز وکړ چې د بشري حقونو خپلواک کميسيون دې په خوست ولايت کې د خپلو ګټورو پروګرامونو د ترسره کولو په موخه نماينده ګي پرانيزي او دغه لړی دې ولسواليو ته هم ورسوي ترڅو د قيقو او سمو څېړنو په پايله کې معلومه کړي چې په کومو سيمو کې دولتي حاکميت شتون لري ، ايا قانون پلی شوی او ستونزې چيرې دي، ترڅو د دې علت راڅرګند کړي چې ولې د بشري اصولو په خلاف ځينې کړنې تکرار ترسره کيږي .

خوست والي په جنوب ختيځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون له چارواکو وغوښتل چې خپل راټول کړي معلومات پرته له کوم قومي ، نژادي او مذهبي توپيرونو د رسنيو له لارې اعلان کړي ترڅو د مخنيوي لپاره يې عملي کار وشي او په دې برخه کې چپ پاتې کيدل او د معلوماتو په نه افشاکولو سره کيداى شي چې دغه ظلمونه او غير بشري کړنې لا دوام پيداکړي .

د ده په خبره ځينې وختونه داسې هم کيږي چې يوڅوک قتل کوي او له دې لارې په ټولنه کې ټولنيز نظم له منځه وړي او لوی ظلم کوي همداشان دا عمل انسان د الهي عذاب سره مخامخ کوي سره لدې ناوړه کار کولو بيا هم دغه ظالم پورته کيږي خپله معصومه خور او يا لور مقابل لوري ته د خپل ځان ژغورلو لپاره ورکوي که چيرې خلک له داسې کسانو فاصله ونيسي او مخالفت يې وکړي نو دېته اړکيږي چې د غير اسلامي او بشري اعمالو ډډه وکړي که بياهم داسې کړنې ترسره کيږي؛ نو په کار ده چې قاتل او نور ظلمان په سزا ورسيږي ، نوموړي همداراز له ديني علماءکرامو ، قومي مخورو مشرانو او ځوانانو غوښتنه وکړه چې د بشري حقونو خپلواک کميسيون سره په بشپړه توګه همکاري وکړي .

ښاغلي نعيمي وويل چې په خوست ولايت کې ټولې ادارې او د ادارو کارکوونکي د ولسونو سوکالۍ او د ژوند کولو د مناسب چاپيريال رامنځته کولو په موخه کار کوي بيا هم خلک د هرمشکل او ستونزې پړه پردولت اچوي خو په هغو کسانو انتقاد نه کوي چې د خلکو وينه تويوي ، غلا ، اختطاف ، قتل او نورې ناروا کړنې ترسره کوي بايد ولسونه د داسې منفي کارونو غندنه وکړي .

نوموړي د ګرديز سيمه ايز دفتر مشرتابه ته د نوي ماموريت د پيل مبارکي ورکړه او د بشرحقونو نړيوالې ادارې يې وغوښتل چې د خوست خلکو د غوښتنو په اساس په دې ولايت کې خپله نماينده ګي پرانيزي ترڅو د ولسونو په وړاندې شته ستونزې په عملي توګه هوارې شي همداشان د ولايتي ادارې له لوري يې د هرډول همکاريو اطمينان ورکړ .

ورپسې د زون په کچه د بشري حقونو خپلواک کميسيون مشر پوهنيار نور احمد شهيم وويل چې د بشريت له تاريخ څخه راپدې خوا د بشري حقونو په برخه کې هڅې شوي او د تاريخ په اوږدو کې يې خپله مبارزه جاري ساتلې ده، خو ددغو هڅو په پايله کې دامهال د بشري حقونو نړيوالې ادارې د خپلو فعاليتونو لړۍ تردې ځايه راورسوله .

شهيم وويل چې دوی د خپلو اجرااتو په لړ کې بېلا بېل پروګرامونه ، ورکشاپونه او سيمينارونه داير کړي، همداشان د رسنيو او چاپي مطبوعاتو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونه يې جوړ او خپاره کړي دي ترڅو خلک د خپلو حقونو باخبره شي او په ورته بڼه يې د هغو بنديانو پردوسيو کار کړی چې په زندانونو کې بې سرنوشته پراته وو.

ده زياتوله چې د خلکو بې کاري ، روغتيايي خداماتو ته نه رسيدل ، د پوهې څخه د ځوانانو پاتې کيدل او د پرمختګ په برخه کې سستوب هغه څه دي چې خلک د ستونزو سره مخامخ کوي او له امله يې په ټولنه کې بشري حقونه زيانمن کيږي نو په کارده چې ولسي غوښتنو ته سمه توجه وشي .

د ولايتي شورا وکيلې اغلې زهره جلال ، دشيح زايد پوهنتون رئيس محمد رسول باوري ، د سولې ولايتي کميټې مشر مولوي حنيف شاه حسيني ، ديوناما ددفتر په استازيتوب استاد ميرولي جان لکڼوال په خپلو څرګندونو کې وويل چې بشري حقونو ادارې څخه د خوست خلکو يواځينۍ غوښتنه په دې ولايت کې د نمايندګۍ پرانېستل او خلکو ته د خداماتو وړاندې کول دي.

دوى په خپلو اغېزمنو ويناو کې وويل چې د بشري حقونو او په ټولنه کې د هغې په اغيزمنتيا د خلکو پوهيدل يو اړين کار دی ترڅو له دې لارې ټولنيز عدالت رامنځته شي او خلک ارامه ژوند غوره کړي .

دوى زياتوله چې انسان اشرف المخلوقات دی او د نړۍ پرمخ د ټولو موجوداتو غوره او معزز دی خو د انسان لپاره د هرڅه څخه زيات ژوند ارزښت لري بايد دوی ته د ژوند کولو حق په اساسي توګه ورکړل شي او د دوی لپاره د ژوند کولو مناسب چاپيريال رامنځ ته شي .

د ډيسمبر لسمه يا دبشري حقونو نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې پراخه غونډه په هيواد کې د لاپرمختګونو او د امن د ټينګښت په دعا سره پای ته ورسيده .