کور / تازه خبرونه / دپوهني وزارت دا اوونۍ هم پرمختيايي کارونه کړيدي

دپوهني وزارت دا اوونۍ هم پرمختيايي کارونه کړيدي

دا اونۍ د پوهنې وزارت :

د پوهنې وزارت کابل ته د را رسیدلو نویو چاپ شویو څلورنیم میلیون جلده کتابونو د ویش لړۍ پیل کړه . دا کتابونه دافغانستان بیلا بیلو سیمو ته لیږل کیږي او ټول یې د لیسې د دورې کتابونه دي .
د پوهنې وزارت په پام کې لري چې په نژدې را تلونکي کې ۶۰ میلیون جلده نور کتابونه هم چاپ کړي چې په را تلونکي کال کې زده کونکي د کتابونو د نشتوالي ستونزه ونلري .
د پوهنې وزارت له ١٣٨٢ هـ ش کال را په دې خوا ٢١٩ ميليونه جلده کتابونه چاپ کړي دي چې له هغې ډلې ٧٠ ميليونه جلده يې په لمړیو شپږو کلونو او ١٤٩ ميليونه نور یې له ١٣٨٨ کال را په دېخوا چاپ شوي دي .
دبلخ،جوزجان، بغلان دساینسي او ریاضي مضامینو او د لابراتوار ونو شاوخوا ۳۵۰۰ ښځینه او نارینه ښوونکو او کارونکو لپاره روزنیز ورکشاپونه جوړ شول . دغو ښوونکو ته د ژمي د رخصتیو پرمهال په اړوندو برخو روزنه ور کول کیږي چې په راتلونکي ښوونیز کال کې خپلې تر لاسه کړې تجربې له زده کونکو سره په خپلو ښوونځیو کې شریکې کړي .

پرهمدې مهال په بلخ ولايت کې د فاریاب، سرپل، سمنګانو، جوزجان او بلخ ولایتونو د کرنې د مسلکي لیسو له ۳۰۰ نارينه او ښځينه فارغانو څخه د کانکور آزموينه واخیستل شوه .
په کندز کې بیا د بغلان، بدخشان، تخار او کندز ولایت د کرنې د مسلکي لیسو له څه باندې ۲۰۰ تنو فارغانو څخه د کانکور آزموينه واخیستل شوه .
له دې ډلو به د بلخ او کندوز د کرنې انستیتیوتونو ته سل ۱۰۰ تنه د ازموینې له نتیجو وروسته نیول کیږي . بریالي کیدونکي ځوانان به د ۲ کلونو لپاره په دغو مسلکي انستیتونو کې مسلکي زده کړې کوي او د ۱۴ پاس په درجه به د فراغت سندونه تر لاسه کوي .

همدغلته د افغانستان په شمال د جوزجان له مسلکي او تخنیکي انستیتیوت څخه بیا ۹۰ تنه فارغ شول. دغه ځوانان اوس په ازاد مار کیټ کولی شي کاروبار وکړي .
په جوړو شویو مراسمو کې فارغو شویو ځوانانو خپل اختراعات هم نندارې ته وړاندې کړل چې پکې بریښنايي موټر، مبایل او اب ګرمي هم شاملې وې . د جوزجان په مسلکي انستیتیوت کې دا مهال څه باندې ۱۲ سوه زده کونکي په زده کړو بوخت دي چې تیر کال له لیسې څخه انستیتیوت ته لوړ شو او دا مهال د ۱۴ پاسانو په کچه فارغین وړاندې کوي .
په سمنګانو کې بیا د روغتیا ساتنې په اړه شاخوا ۴۰ ښوونکو ته ور کشاپ جوړ شو ، دغو ښوونکو ته د پا کو اوبو د کارونې او د چاپیریال د پاک ساتلو او نورو مسایلو په اړه داسې روزنه ور کول کیږي چې زده کونکي یې په اسانه وکارولی شي .
همدا اونۍ د افغانستان په ختیځ د لغمان ولایت د فرمانخیلو ښوونځي لپاره جوړه شوې ودانۍ پرانیستل شوه
په دغه ښوونځي کې ۸۵۰-تنه هلکان زده کړه کوي او د ښوونځي په ودانۍ ۴ میلونه افغانی لګیدلي چې د پوهنې د وزارت لخوا ور کړل شوي .
بلخوا بیا د غور ولایت په دولت یار ولسوالۍ یوه اوسیدونکي عبدالظاهر خپله دوه جریبه ځمکه د ښوونځي دجوړ ولو لپاره ډالۍ کړه.په دغه ځمکه به د دولت یار ولسوالۍ د شرشر په نوم لیسې ته ودانۍ جوړه شي او تمه ده چې د سیمې د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې ماشومان د ښوونځي ودانۍ ومومي.