کور / د ډيورنډ کرښه / انګرېز او د هیکل زۍ جنګونه!

انګرېز او د هیکل زۍ جنګونه!

انګرېز په ۱۸۴۲-۴۱م کال په غزني،قلات،کندهار او پښين(هيکل زۍ)کي د ملي مجاهدينو او ملي غازيانو سره په جنګ بوخت پاته وو،د۱۸۴۲می په ۲۹ تاريخ د ارغنداب په څنډو او د باباولي صاحب په خوا کي نابوده جنګ وسو ،قاضي عطاالله خان ليکي ”په دې جنګ کي د اکرم خان ميرمني په زښت اتلولي سره په ميدان کي د غازيانو د يو لوی ګروپ مشري په غاړه درلوده .

اکرم خان د ديره وت د بغاوت مشر وو او جنرل ناټ د يو لوی پوځ کشۍ نه پس هغه په فريب هنر ګرفتار کړی وو ،او بيايې د ميکناټن او د شاه شجاع په حکم د ستمبر ۱۸۴۱ م په کال په توپ والوزولو“.

جنرل ناټ او مېجر رانس د بغاوت د ابتدا نه خپل حکومت ته د خزانې او ميخزين د راليږلو د پاره ډېر ضروري پيغامونه استولي وو او د خوراک د سامان د پاره يې هم ليکلي وو،څنګه چي د هندحکومت بريګيډير جنرل انګلينډ د فروري په آخرکي سره د مطلوبه خزانې او ميخزين ډهاډر ته واستولو او بيا د هغه ځای نه هغه ته حکم وشو چي د دره بولان په لاره کوټي ته ځان ورسوه .

په شپاړس مارچ انګلينډ کړټي ته راورسېدو او د څو ورځو د انتظار نه پس په شپږويشتم مارچ باندي هغه سره د څلورو لکو روپو او د څه ميخزين او د پوځ يوې مضبوطي دستې سره چي په هغې کي توپ خانه هم وه دپښين په دره وردننه شو.

په اته ويشتم تاريخ باندي سهار وختي هغه د هغې درې خولې ته ور ورسېدو چي کوم د هيکل زۍ کلي ته تلې ده ،په دغه ځای کي هغه د نور پوځ په انتظار کي کښېناستوچي کوم د د ره بولان په لاره د هغه امداد ته را روان وو.

د څه انتظار نه پس هغه ورو ورو د هيکل زۍ کلي طرف ته ور وړاندي شو په دغه مقام محمدصادق خان د دورانو د طرف نه د هغه مقابلې ته د هيکل زۍ په غونډيانو باندي سره د خپلولښکرو ناست وو.

انګلينډ چي د محمدصادق د لښکرو نه خبرشو نوخپل پوځ يې ودرولو او په خپله يې د غازيانو د کيمپ معاينه وکړه ،قريباً پنځلس منټه پس هغه خپل پوځ له واپس راغلو او حکم يې وکړو چي په غازيانو دي حمله وسي ،دګس طرف په غرونو باندي توپخانې ګوله باري شروع کړه او څه پوځ يې د ښي طرف په غرونو باندي په غازيانو باندي د حملي کولو په غرض وروختو ،په دې باندي محمدصادق خان د لښکر سړي د خپلو مورچو نه راووتل او دا شان په جوش سره يې د انګلينډ په پوځ حمله وکړه چي کوم پوځ په غره باندي ختلي وو هغه يې په شا وغورځولو .

کپتان”می“پر ځای قتل شو او يو ميجر سخت زخمي شو او د انګرېزي پوځ د پنځو سوو سړو نه يو سل سړي قتل او زخميان شو ،محمد صادق خان پخپله د انګرېزي پوځ د حملي په وخت کي د ډزو په شروع کېدو د مورچې نه راووتو او د يو ساعت د پاره يې د غره د سره د پاسه په ډيري بهادرۍ پر آس سپور د وښکلو تورو جنګ وکړو او زخمي شو.

انګلينډد خپل پوځ په دې شکست خوړلو ډېري ويري واخستو او بيا په شتاب سره د پاتي شوي پوځ کوټي ته را واپس شو ،او د هغه ځای نه يې جنرل ناټ ته خط وليکلو چي ماله امداد را واستوه ځکه چي زما د پاره په موجوده طاقت د درې نه وتل ناممکن دي .

د هيکل زۍ د شکست نه پس جنرل انګلينډ دا شان ويريدو چي په کوټه کې د ځان نه چارچاپيره خندقونه وکښل.

د دې خط په رسېدو سره انګلينډ مجبوراً د هيکل زۍ د شکست نه يوه مياشت پس يعني په شپږويشتم اپريل د کوټي نه روان شو او په اته ويشتم اپريل هيکل زۍ ته ورسېدو ،دا ځل انګلينډ په ډېر ترتيب او انتظام خپل پوځونه د هيکل زۍ په غونډيانوباندي وروخيژول او د يو زبردست جنګ نه پس د دې کلي په اخستو کي کامياب شو( ۱ )

د انګرېز خپل ياداشتونه په دې اړه ليکي .

”د کال ۱۸۴۱ م پر اوم تاريخ جنرل انګلينډد ډهاډر څخه روان سو ځکه چي د جنرل ناټ راتګ يا شاته واپسي يقيني سي په هرحال لومړۍ دسته د مارچ پر شپاړسم تاريخ کوټي ته راورسېده ،د دې خبري په اوريدو سره چي جنرل ناټ په کندهار کي پيسو ته ضرورت لري جنرل انګلينډ اراده وکړه چي بېله ځنډه وړاندي ولاړسي ،دغه انديښنه هم وه چي محمدصادق خان د کوټي يخوانی نائب د پښين د قبايلو څخه يو مضبوط قوت جوړ کړی وي .

ځکه چي د جنرل ناټ پيش قدمي ونيسي لاکن ليفټينټ هيمرملزته د دښمن(ملي مجاهدينو)د مضبوط پوزيشن په باره کي هيڅ معلومات نه وو .

د جنرل انګلينډ دستې پر ۲۷ م تاريخ باندي په پښين کي حيدرزۍ ته ورسېدې او پر ۲۸ م تاريخ په سهار دغه دستې شپږ ميله تر هيکل زۍ پوري ورسېدې دلته يوه نښته وسوه او ۲۷ برتانوي عسکر ووژل سوه او ۵۱ زخمي سوه (۲ )

انګرېزي ياداشتونه په وړاندي ليکي .

تر دې مرګ او ژوبلي وروسته يوار بيا ”جنرل انګلينډ پر ۲٦ تاريخ باندي روان سو ،په دې منځ کي ۳۰۰ پانيزي کاکړان د محمدصادق خان سره ملګري سوي وو او يوه مياشت وروسته په هيکل زۍ کي يوه بله نښته وسوه د مخه لاښه انتظامات سوي وو،او پوځي دستې په درې برخو کي ويشل سوي وې،يوې دستې د کيڼي خوا څخه پرجګي څوکي باندي حمله وکړه او بلي دستې په هغه کوچنۍ غونډۍ باندي حمله وکړه چيري چي د مخه د شکست سره مخامخ سوي وو،دريمه دسته شاته وساتل سوه په دغه نښته کي خورا لږ مقاومت وسو او دښمن(ملي مجاهدين)د سخت شکست سره مخامخ سول.

دغه پوځي دسته پر ديرشم تاريخ باندي قلعه عبدالله ته ورسېده او پرمخ کوږک ته روانه سوه او د هغه برګيډير سره يو ځای سوه چي جنرل ناټ د کندهار څخه رالېږلې وه (۳ )

جنرال ناټ او مېجر رانس د کندهار د ۱۸۴۲ م کال د بغاوت پرمهال د مارچ پر شپاړسمه له انګلينډ څخه کوټي ته راورسېد او د څو ورځو انتظار وروسته يې د مارچ پر شپږويشتمه باندي سره دڅلور لکو روپو او د څه ميخزين او د پوځ له يوې پياوړي دستې سره چي په هغې کي توپ خانه هم وه د پښين په دره کي وردننه سول ،د مارچ پر اته ويشتمه نېټه يې سهار وختي د هغې درې خولې ته ورسېدل چي د يکل زۍ کلي ته تللې ده ،په دغه ځای کي هغه د نور پوځ په انتظار کي کښېناستل چي کوم د بولان درې په لاره د دوی د مرستي لپاره را روان وو،تر څه انتظار وروسته هغه ورو ورو د يکل زۍ کلي طرف ته ور وړاندي سو،په دغه مقام محمدصادق خان د دورانو د طرف نه د هغه مقابلې ته د يکل زۍ پر غونډيو سره د خپلو لښکرو ناست وو، انګلينډ چي د محمدصادق خان د لښکرو څخه خبرسونوخپل پوځ يې ودراوه او په خپله يې د غازيانو د کمپ معاينه وکړه،نژدې پنځلس دقيقې وروسته هغه خپل پوځ ته بيرته راغی او حکم يې وکړ چي په غازيانو دي بريد وسي،د ګس طرف په غرونو باندي توپ خانې په بريد پيل وکړ او څه پوځ د ښي طرف پر غرونو باندي د غازيانو پر مورچو د بريد کولو په غرض وروختل ،په دې باندي محمدصادق خان او د هغه ملګري له خپلو مورچو څخه راووتل او په پوره جوش سره يې د انګلينډ په پوځ حمله وکړه چي کوم پوځ پر غره باندي ختلی وو،هغه يې شاته وتمباوه ،کپتان”می“ځای پرځای ووژل سو او يو بل ميجر سخت زخمي سو،په پايله کي د انګرېزي لښکر د پنځه سوو څخه سل تنه زخميان او ووژل سول،انګلينډ د خپل پوځ په دې ماته خوړلو ډېري ويري واخيست او بيا په شتاب سره د پاتي سوي پوځ سره کوټي ته را واپس سو،د يکل زۍ د ماتي نه وروسته جنرال انګلينډ دا شان ووېرېد چي په کوټه کي هغه د ځان نه چار چاپېره خندقونه وکيندل .

جنرال ناټ چي د جنرال انګلينډ له دې ناکامۍ څخه خبرسو نو ډېر خپه سو ځکه چي هغه په کندهار کي د روپو ،د ميخزين د خرڅ،د خوراک د سامان او د ناروغانو لپاره د دارو سخته اړتيا وه،جنرال ناټ له همدې کبله سمدستي يو ضروري ليک جنرال انګلينډ ته وليکه چي ته بيا کندهار ته را روان سه،د دې ليک د رسېدو سره سم انګلينډ مجبوراً د يکل زيو د ماتي يوه مياشت وروسته يعني د اپريل پر شپږويشتمه د کوټي څخه روان سو او په اته ويشتمه يکل زۍ ته ورسېد،دا ځل انګلينډ په ډېر ترتيب او انتظام خپل پوځونه د يکل زۍ پر غونډيو وروخېژول او د يوه زبردست جنګ وروسته د دې کلي په اخيستو بريالی سو .(۴)

پريکل زۍ د انګرېزي استعمار تاريخي جګړه د انګرېزپوځواو توپو راتګ د حيدرزۍ د لاري ممکن وو،او پريکل زۍ يرغلونه د سنګرغونډۍ له لوري کېدل ، دا د اجتماعي پښتون شعور څرک دی چي پښتنو ملي مجاهدينو په شريکه استعماري يرغلونو ته سپرسول هم د کندهار او ښوراوک څخه ورته کومکونه راتلل چي د اجتماعي قوميت څرګند تصور هم ښه نمونه ده .

د بلوچستان ګزيټيرضلع کوئټه ،پښين د يکل زۍ په باب داسي ليکي .

د دې کلي پوځي ارزښت د هغه عملياتو له کبله دی چي په کال ۱۸۴۲ م کال ميجرجنرال انګلينډ د افغانستان سره د جنګ په وخت پيل کړو ،جنرال په کال ۱۸۴۲ م کي د مارچ پر شپږويشتم باندي له کوټي څخه حرکت وکړ،د ده سره څلور توپونه د آسانو آرټلري د هرميجسټي نيوانفټري کمپني د ۵۰ آسانو يوه رساله وه،څه مهال چي جنرال يکل زيو ته ورسېدی نو د لږ مزاحمت سره مخامخ سو،د مارچ پر ۲۸ نېټه باندي جنرال هغه لارته ورسېد چي يکل زۍ ته وزي دلته ده تر هغه وخته قيام وکړ چي د سند برګيډ نوره برخه هم راورسيږي ،د دې ځای څخه خلګ پر غرونو باندي ليدل کېدل،لاکن جنرال نه وخبر چي د دوی مشر محمدصادق خان په مظبوطۍ سره په دره کي ځايونه نيولي وو،نوره کيسه جنرال انګلينډ داسي بيانوي .

”موږ وليدل چي مقامي خلګ د حملې لپاره هڅه کوي ،ما اراده وکړه چي په هغه لوی غره باندي د څلورم لائټ کمپنۍ په کومک حمله وکړم چي په هغه کي د هرميجسټي څلورم رجمنټ هم شامل وو چي سمدستي د شالخوا څخه به راسره کومک کوي چي څلور توپونه او کپيټن ليزلي هم د آسانو آرټلري ورسره ده،نورو عسکرو ته د سامان د نګرانۍ چاري ور وسپارل سوې، موږ د دښمن د حمله کوونکو اندازه نسوه ټاکلای،دوی په کډيانو کي پټ وو،څه مهال چي موږ وړاندي ور روان سوو نو دوی په يوه لوی شمېرکي راپورته سول او له لوړي څخه يې مرمۍ ورول پيل کړل ،موږ د لږشمېر له کبله نه سوای کولای چي د هغوی مقابله وکړو نوځکه ماله ځان سره پرېکړه وکړه چي د چور سوي او سوځېدلي کلي و ښي لور ته ورڅرمه بازار ته ګوښه سم،دغه ځای د لويديځ ،ختيټځ لوري ته پر درې ميله پروت دی .

سمدستي مي حکم وکړ چي لومړی دي سامان هلته ورسول سي او عسکر دي وروسته د توپونو تر ساتني لاندي واستول سي،وروسته مي همداسي وکړل،عسکر په تسلي روان وو او دوی د شپې له لوري په موږ حمله ونه کړه،دلته ما ته څرګنده سوه چي دوې ورځي وړاندي چي زه دلته راورسېدم نو د کندهار څخه د دوی لپاره د څلور سوو تنو نور کومک هم رارسېدلی وو،زموږ د مقابلې لپاره محمدصادق د ښوراوک او شاوال څخه نور پنځه سوه تنه راغوښتي دي ،يو مرزا کاکړ هم د سلو تنو سره د دوی مرستي ته راغلی دی،زموږ يو شمېر آسان هم د کلي خلګو دوی ته ورسپارلي دې، دغه ډول د دوی شمېر له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ تنو پوري ورسېد، نور افسران خيال کوي چي د دوی شمېر د دې څخه هم دوه چنده دی،وماته پرمخ معلومه سوه چي د تېرو دوو مياشتو څخه دوی په دفاعي چارو بوخت وو،دوی زموږ پر ۴۱ بټالين حمله وکړه ،چي زيات کسان يې ژوبل کړل ،د ۲۹ نېټي په سهار معلومه سوه چي دوی (دښمن)د کليوالو خلګو نور ځواک هم د ځان ملګری کوي او دوی ورځ په ورځ زياتيږي نو ما په پښين کي خپله استوګنه مناسبه ونه ګڼله،زموږ وسايل د زورور دښمن په لاس کي وو او موږ نه سوای کولای چي دوی د جګو غرونو څخه لري کړو،ځکه چي دغسي موږ ته لوی تاوان رسېده،نوځکه دغه غوره وه چي د نوري مرستي تر رارسېدو د دې ځای څخه پرشاسم او زه په دې خبره خوشاله يم چي دغه مشکل کار سرته ورسول سو،حال دا چي زموږ ۱۵۰۰۰ څاروي اوښان او د څلورنيم لکه روپو خزانه او ځيني ژوبل سوي عسکر راسره وو،دغه لوی غرچي موږ پکي راګېرسوو سنګر غونډۍ نوميږي او د پښين پر سرانان سړک باندي د پښين څخه يوميل ليري ده،په مقامي ډول چي موږ کوم معلومات ترلاسه کړل له هغې څخه څرګندېدله چي د دوی مشري محمدصادق خان دُراني کوله،ترينان،اڅکزي او کاکړان يې ملګري وو،په دوی کي مددخان غبيزی،قادرلاله ،رحمدل او دوه وروڼه ،شاه سوار خان،ميټوخان ،يحیْ خان بټې زی ترين ،نصرالله خان،باران خان هيکل زی،منصورخان،ماسم خداداد زی، دلاور او سيفل خان کربلا يې هم ملګري وو،دوی لاندي غرهم نيولی ووچي د ترخې او د مانده تر منځ موقيعت لري،دلته د اوبو يوه ژرنده هم ده ،هغه ځای تر اوسه پوري ښکاره دی چيري چي رحمدل بټې زی ترين ښخ دی (۵)

تر دې کړاو وروسته انګرېزانو ته نوره مرسته راورسېده اود ۱۸۴۲ م کال د اپرېل پر۲۸ نېټه ميجر جنرال انګلينډ د کوټي څخه راوان سو،ده په يکل زۍ کي د مخالفينو پر مورچو بريد وکړ او ټول يې تيت او پرک کړل،د يوه محلي روايت له مخي د انګرېزانو د بيرته راتګ سره سم ټول کليوال خواره واره سول،څلوېښت کاله وروسته هم هيکل زي انګرېزانوته هم هغه پخوانی ارزښت لري،”دم ګړی مي (۱۸۸۴ م)تحصيل د هيکل زۍ سره نژدې خوښ کړ چي د سټېشن سره نژدې د شپږو ميلو پر واټن موقيعت لري( ٦)

انګرېزجنرل انګلينډته په کال ۱۸۴۲ ء کي دهيکل زيوپه جګړوکي ماتي ورکونکي جنګورځلمي انګرېزسرکاروروسته په نوکريوکي واخستل .

”ويل کيږي چي تور ترين داڅکز واو کاکړان وپه څېرمضبوط نه دي ،هندوستان ته دتګ راتګ په وجه دقانون په باره کي هم معلومات حاصل کړي دي اودنوروپه مقابل کي دعدالتي چاره جوي معلومات ،په دوی کي ځيني هغه ځوانان په عسکري خدماتوکي هم دي چي په ۱۸۴۲ ء کي يې يه هيکل زۍ کي جنرل انګلينډته ماته ورکړه “دانوکرۍ انګرېزسرکارلخوايورشوت ووچي داډول په پښتنوکي ملي روحيه وځپي ،انګريزسرکار دپښتنوګډه ملي روحيه محسوسه کړې هم يې دځان لپاره جدي خطرپامولی وو،لکه چي په وړاندي ليکي .

”په کال ۱۸۴۲ ء کي دهيکل زيوپه جګړه کي دوی(کاکړانو)دترنيانواواڅکزيوملګري سواوپه مرغه کوتل کي يې دانګرېزي دستو(لښکرو)مخالفت وکړی چي دکوټي بيرته رارواني وې (۷ ).
اخځليکونه
۱ . قاضي عطاءالله دپښتنوتاريخ ۵۵۹-۵٦۰-۵٦۱
۲ .کويټه پښين ګزيټير ۴۸
۳ .همدااثر ۴۹-۵۰
۴ .همدااثر ۲۸۴
۵ .ايډمسټريشن رپورټ بلوچستان ۱۸۹۵ ء ۵
٦ .کويټه پښين ګزيټير ۸۴-۸۸
۷ .همدااثر ۸۸-۴۴