کور / تازه خبرونه / لوګروالي:د ګلوبل پوسټ ورځپاڼي راپور رد کړل

لوګروالي:د ګلوبل پوسټ ورځپاڼي راپور رد کړل

دلوګر والي محمد اقبال عزیزي دګلوبل پوسټ ويبپاڼې هغه څرګندونې رد کړې ،چې څو ورځې وړاندې ېې ددې ولايت په اړه کړې او ډيرو کورنيو رسنيو هم خپرې کړې وې .

ګلوبل پوسټ په خپل يوه رپوټ کې دلوګر ولايت امنيتي وظعې ته کتنه کړې وه او انديښنه ېې ښوودلې وه ،چې ډير ژر به دغه ولايت دوسلوالو طالبانو لاس ته ولويږي .

دې ويپاڼې ليکلي وو،چې دلوګر ولايت کې په لويو لارو دوسلوالو طالبانو حاکميت زيات دی او دورځې ناوخته امنيتي کسان نشي کولای ،چې دلويو لارو ساتنه وکړي .

خو دلوګر والي محمد اقبال عزيزي ددې ويبپاڼې څرګندونې ردوي او وايي ،چې په دغه ولايت کې امنيتي وظعه ورځ تر بلې دښه کېدو په حال کې ده.

نوموړی زياتوي ،چې دګلوبل پوسټ ويپاڼې دغه څرګندونې تخريبي بڼه لري او غواړي ،چې دافغانستان دولت لاس ته راوړنو او پرمختګونو باندې پرده واچوي .

دی داهم وايي ،چې دګلوبل پوسټ ويپانې څرګندونې يو طرفه او هم دژورناليزم له اصولو خلاف دي ځکه ،چې په دې رپوټ کې يوازې دوسلوال پلوه خلکو نظرونه اخيستل شوي او ددولتي چارواکو کوم نظر پکې ندی اخيستل شوی . .

اقبال عزيزي داهم وويل ،چې کورنيو رسنيو لږ تر لږه دهيواد ملي ګټې په پام کې نيولي او دوی بايد نور هم دې ټکي پام وکړي .

له بلې خوا په لوګر ولايت کې دملي اردو دڅلورمې پلې لېوا قومندان جنرال عبدالرازق هم دګلوبل پوسټ ويپاڼې دغه څرګندونې ردوي او وايي ،چې په لوګر ولايت کې ټول اداري واحدونه فعال دي او وسلوال تر اوسه پورې ندي توانيدلي ،چې يوه وړوکې پوسته هم ونيسې .

دی داهم وايي ،چې ددې ولايت له يوشمير سميو څخه بهرني ځواکونه وتلي او په هغو سيمو کې ملي اردو او ملي پوليس ځای په ځای شوي دي ،چې هيڅ ډول امنيتي ستونزې سره ندي مخامخ شوي .

ياده دې وي ،چې له دې وړاندې هم دلوګر ادارې ،ولايتي شورا او قومي مشرانو په يوشمير رسنيو نيوکه کړې وه ،چې ددې ولايت په اړه منفي څرګندونې کوي او نړيواو ته ېې ناامنه معرفي کوي .

دلوګر ولايت په اړه درسنيو منفي څرګندونې په داسې حال کې خپريږي ،چې ددې ولايت دمحمداغې په ولسوالۍ کې دمس عينک په لوېې پروژې باندې کار روان دی او چار واکو درسنيو منفي څرګندونې هم تر ډيره بريده همدې پروژې په تړاو بللې وې .