کور / تازه خبرونه / فراه:د قدرت دانتقال دلړۍ دريمه پروسه بشپړه سوه

فراه:د قدرت دانتقال دلړۍ دريمه پروسه بشپړه سوه

دا پروسه په فراه ولایت کې په داسې حال کې تر سره شوه چې د مرکز څخه د لوړو زده کړو وزیر پوهاند عبیدالله عبید، د عامې روغتیا مرستیاله وزیره اغلې ناجیه طارق، د اوبو او برېښنا مرستیال وزیر انجنیرسمع، د کورنیو چارو وزارت د پولیسو چارو لوی ریئس تورن جنرال عبدالحلیم، د سولې د عالې شورا غړې حوا عالم نورستانۍ، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازې ډاکټر صبغت، د لویدیځ زون د ظفر قول اردو قومندان تورن جنرال تاج محمد مجاهد، د پولیسو د ۶۰۶ انصار زون مرستیال ډګروال توریالی، د لویدیځ زون د ایساف عمومي قومندان، د فراه ولایت په لسګونو سپین ږیرو، قومي مشرانو، د مدني ټولنو غړو او دولتي چارواکو په کې ګډون کړی وه ترسره شول.




غونډه د قرانکریم په تلاوت سره پیل شوه، د غونډې لومړی ویناوال د فراه ولایت والي ډاکټرمحمد اکرم خپلواک د فراه ولس ته د واک د لیږد د پروسې مبارکي وویله، او د فراه ولس باندې یې غږ وکړ چې د خپلو امنیتي ځواکونو مرسته وکړي. ورپسې له مرکز څخه راغلو چارواکو له دغې پروسې څخه ملاتړ اعلان کړ او د مرستې ډاډ یې د فراه ولس ته ورکړ.



همدارنګه ښاغلي والي په وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې نور د پردیو لارښوونې پریږدي او د خپلو امنیتي ځواکونو سره یوځای او مرسته وکړي تر څو افغان ولس په ارامه خپل ژوند تر سره کړي، همدارنګه یې له نړیوالو ځواکو څخه د ټولو هغو مرستو مننه وکړه چې په تېرو ۱۱ کالو کې یې د فراه ولس او امنیتي ځواکونو سره ترسره کړي دي. ورپسې د لویدیځ زون ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان تورن جنرال تاج محمد مجاهد خبرې وکړې او د فراه ولس ته یې ډاډ ورکړ چې افغان امنیتي ځواکونه کولی شي په ښه توګه له خپلې خاورې څخه دفاع وکړي، نوموړي هغو ستونزو څخه هم یادونه وکړه چې لا هم افغان ملي پوځ ورسره لاس او ګریوان دی.




ورپسې د فراه د ولایتي شورا ریئس عبدالبصیرخیرخوا، د لوړو زده کړو وزیر پوهاند عبیدالله عبید، د عامې روغتیا مرستیالې وزیرې ناجیه طارق، د سولې د عالي شورا غړې حوا عالم نورستانۍ، د ایساف د لویدیځ زون قومندان په خپل وار سره خبرې وکړې.


د لوړو زده کړو وزیر پوهاند عبیدالله عبید د هغو دوه تعمیراتي پروژو څخه یادونه وکړه چې د فراه د پوهنتون د پاره به د نشه یي توکو د وزارت لخوا به یې د جوړونې کارونه ۱۳۹۲ کال کې پیل شي.


د واک د لیږد دغه پروسه د افغانستان د ملي بیرغ په پورته کولو سره سر ته ورسیده چې په دغه پروسه کې د فراه د ښار په ګډون پنځه ولسوالي لکه اناردره، قلعه کاه، بالابلوک، پشت رود او لاش جوین شاملې دي.


په پای کې د لوړو زده کړو وزیر پوهاند عبیدالله عبید، د عامې روغتیا مرستیالې وزیرې ناجیه طارق او د فراه والي ډاکټر خپلواک د فراه له پوهنتون او د فراه له روغتون څخه یې له نږدې لیدنه وکړه.