کور / تازه خبرونه / ولسې جرګې د کابینې د ١١ وزیرانو د استیضاح غوښتنه وکړه

ولسې جرګې د کابینې د ١١ وزیرانو د استیضاح غوښتنه وکړه

کابل:ولسي جرګې نن پرېکړه وکړه،چې دکابينې يوولس وزيران دپرمختيايي بوديجې دنه لګولوله امله،استيضاح کړي.ولسي جرګه وايي هغه وزيران چې په ۱۳۹۰ كال كې يې له پنځوس سلنې كمه پرمختيايي بوديجه لګولې ده بايد استيضاح شي.
وکیلان وایی ،هغووزيرانو،چې دخپلووزارتونودپرمختيايي بوديجي لګښتونه یی تر پېنځوس سلنې ۵۰٪کم لګولې وي، دولسي جرګې دغړودلازیاتومالوماتولپاره نوموړي وزیران دولسی جرګی عمومي غونډی ته راغواړي او دپرمختیایی بودیجي دنه لګولولامل به ځیني وپوښتي.که چیري دغه وزیران دوکیلانوپوښتونوته دقناعت ځوابونه ورنه کړی،ددوی دګوښه کیدوپریکړی به عملی شي.دولسي جرګې لومړى مرستيال عبدالظاهرقدير وايي ددغو وزارتونو له ډلې نه داوبواوبرېښنا وزارت ٪۴۹ سلنه، د پوهنې وزارت ٪۴۸ سلنه، دښاري پراختيا وزارت ٪۴۷ سلنه، دکورنیوچارو زارت ٪۴۴سلنه،داقصاد وزارت ٪۴۰سلنه، دكانونواوصنايعو وزارت٪ ۲۶ سلنه، د لوړو زده كړو وزارت٪ ۳۵ سلنه، له نشه يي توكوسره دمبارزې وزارت٪ ۲۰سلنه، دسوداګری وزارت٪ ۱۷سلنه، داطلاعاتو اوكلتور وزارت٪ ۱۲ سلنه او دملي دفاع وزارت فقط یواځې ٪۹ سلنه بوديجه مصرف كړې ده.
دکابینې دیوولسووزیرانوپه ډله کي داطلاعاتواوکولتور وزیر سیدمخدوم رهین،داوبواوبرېښناوزیرتورن اسماعیل، دپوهنې وزیر فاروق وردک،د ښاري پراختيا وزیرداکترحسن عبدالهی، دلوړوزده کړو وزیر عبیدالله عبید، له نشه يي توکوسره دمبارزې وزیراضراراحمد مقبل،دملي دفاع وزیر بسم الله محمدی، دکورنيو چارو وزیر مجتبی پتنګ، دکانونواو صنایعووزیروحیدالله شهراني،دسوداګرۍ وزیرانورالحق احدی اوداقتصادوزيرعبدالهادی ارغندیوال شامل دی ،چي دولسي جرګې د ننۍ پرېکړې له مخې باید دولسی جرګي عمومی غونډی ته استيضاح شي.
تېرکال هم ولسي جرګې يو شمېر وزيران،دپرمختيايي بوديجې دنه لګولوله امله استجواب کړل، چې دولسي جرګې غړوته د ټولو استجواب شوو وزيرانو ځوابونه دقناعت وړ وو.
د يادولو وړده، چې داوبواو برېښنا وزير په دې وروستيوکې هم دولسي جرګې داستيضاح غونډې ته وربلل شوی و، چې دهغه ځوابونه ددغې جرګې د ډېری غړو په قناعت سره پای ته ورسېده اونوموړۍدوزارت ددندی دګوښه کیدوڅخه روغ رمټ ووت.