کور / تازه خبرونه / پاکستان افغان کډوالو ته شپږ میاشتې نور وخت ورکړ

پاکستان افغان کډوالو ته شپږ میاشتې نور وخت ورکړ

اسلام اباد : پژواک د خبر له مخې : پاکستان په دغه هیواد کې دافغان کډوالو د پاتې کیدو موده تر نورو شپږو میاشتو پورې وغځوله.له دې مخکې پاکستاني چارواکو په دغه هیواد کې میشتو شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوالو ته ویلي وو، چې دروان زیږدیز کال (۲۰۱۲) تر پایه پورې دې خپل هیواد ته ستانه شي.د پاکستان د کډوالو سرحدي چارو وزیر انجنیر شوکت الله خان ، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د وزیرانو شورا په غونډه کې د افغان کډوالو پر موضوع خبرې وشوې.هغه زیاته کړه چې په دې غونډه کې لومړي وزیر راجا پرویز اشرف ته د افغان کډوالو په اړه بشپړ معلومات ورکړل شول.نوموړي وویل چې په دې غونډه کې لومړي وزیر ته وویل شول چې دروان کال تر پایه پورې به دوه سوه زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شي.د کډوالو وزیر وایي چې اوس مهال په پاکستان کې یو میلیون او ۶۰۰ زره راجستر شوي او یو میلیون غیر راجستر شوي افغان کډوال میشت دي.انجنیر شوکت الله زیاتوي چې لومړي وزیر راجا پرویز اشرف افغان کډوالو ته په پاکستان کې تر شپږو نورو میاشتو د پاتې کیدو داجازې اعلان وکړ.د هغه په وینا، شپږ میاشتې به هغه افغان کډوال په پاکستان کې پاتې کیدا شي، چې قانوني سند ولري او راجستر شوي وي.