کور / تازه خبرونه / كندهار: په خاكريز كي يو ځل بيا وسله وال فعال سوي .

كندهار: په خاكريز كي يو ځل بيا وسله وال فعال سوي .

د كندهار د خاكرېز ولسوالۍ سيميز چارواكي وايې د دې ولسوالې په يو شمېر سيمو كې د امنيتي ځواكونو په وتو سره وسله وا ل طالبان ځاى پرځاى سوي او يو شمېر نورې سيمې دوسله والو طالبانو تر محاصرې لاندې دي .
د كندهار خاكريز ولسوالې چې د كندهار ښار شما ل لوري ته پرته غرنې سيمه ده او د ژمي په راتلو سره پكښې واوره هم وريږي او ډېرى وختونه د ځينو كليو لارې له نورو كليو او مركز سره بنديږي . ددې ولسوالۍ ولسوا ل حاجي محمد يوسف يونسي لر او بر ته وويل چې ددې ولسوالې له ځينو سيمو څخه دامنيتي ځواكونو په وتو سره يو ځل بيا وسله وا ل طالبا ن ځاى پر ځاى سوي او يو شمېر نورې سيمې د وسله والو له لوري تر محاصرې لاندې قرار لري . نوموړي په سيمه كې د واورې تر اورېدو مخكې له دولت او نړېوالو موسسو څخه ديادو سيمو له اوسيدونكو سره د خوراكي توكو د مرستو غوښتنه وكړه .
خو د كندهار ولايت وياند جاوېد فيصل بيا د ولسوا ل دا خبرې په كلكه ردوي او وايې په ياده ولسوالۍ كې هيڅ د تشويش وړ خبره نسته او خلكو ته يې هم په وار وار مرستې وېشلي دي .
د يادونې وړ ده چې په تېر او روان كلونو كې د كندهار په يو شمېر ولسواليو او لرې پرتو سيمو كې چې كلونه كلونه د طالبانو په ولكه كې وى د افغا ن او نړېوالو ځواكونو له لوري پلټونكي عمليات تر سره او ډېرې سيمې بيرته ددولت تر حاكميت لاندې راغلې خو كه چېرې يو ځل بيا دولت او نړېوا ل دا سيمې له پامه وغورځوي نو د تېرو وختونو ټولې لاسته راوړني به يې د تېر په څېر په اوبو لاهو سي .