کور / تازه خبرونه / ننګرهار: پوليسو د کوکنارو کښت، غلا او وسلو په تړاو کسان نيولي دي

ننګرهار: پوليسو د کوکنارو کښت، غلا او وسلو په تړاو کسان نيولي دي

دخوګیاڼو ولسوالی دامنیی قوماندانی امنیتی موظیفنو داحمد خیلو او نکړ خیلو په سحه کی شپږ کسان هر یو نیاز محمد داول خان زوی ، عبد الرشید دعبدالمنان زوی ، رفت دعبدالغیاث زوی ، حبیب خان دشیرعلی زوی ، تحسین الله دزلمی زوی او صدام دګل شیر زوی چه په خپلو ځمکو کی یی کوکنار کرلی ونیولی دی .
د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر د خبر له مخي ددوهمی حوزی امنیتی موظیفنو په خپله ساحه کی یو تن ظفرخان دمحمد عثمان زوی دیو پوړی یکبار مصرف هیروینو سره یو ځای نیولی دی چه یادی دواړه قضیه دامنیی قوماندانی دنشه یی توکو پرضد دمبارزی په مدیریت کی دغور او څیړنی لاندی دی .
بله خوا ددریمی حوزی امنیتی موظیفنو په مربوطه ساحه کی یوتن شفق الله دمیر بچه زوی چه دعبدالظاهر دجیب څخه یی (۳۵۴۰۵) پاکستانی کلداری غلا کړی وی نیولی دی چه قضیه دامنیی قوماندانی دجنایی جرمونو پر ضد دمبارزی په مدیریت کی دغور او څیړنی لاندی ده .
دیادونی وړ ده جه – دسرخرود ولسوالی دامنیی قوماندانی امنیتی موظیفنو دفتح اباد په ساحه کی دوه فیره دمیزایل ګولی او دوه فیره دراکټ انداز ګولی کشف او په لاس راوړی همدارنګه دشینوارو ولسوالی دامنیی قوماندانی دترهګری پر ضد دامریت موظیفنو دګولایی په ساحه کی یوکړی دوسایطو ضد ماین چي دچارواکو په وينا دهیواد او خلکو ددښمنانو له خوا ځای پرځای کړی شو وله نیکه مرغه مخکی دچاودیدو کشف او دایتلافی قواپه مرسته ورته بی له کوم زیان اړونی چاودنه ورکړی شوه .