کور / تازه خبرونه / په كوټه كې د بمي چاودنې ډېرى كسان ټپيان كړل

په كوټه كې د بمي چاودنې ډېرى كسان ټپيان كړل

پاكستاني پوليسو خبر وركړى دى چې نن د جمعې په ورځ تر غرمې وروسته د كوټي په سرياب سړك باندې بمي چاودنې اته تنه ټپيان كړي دي.

دغه پوليس زياتوي، په دغه ټپيانو كې يو تن د پوليس سرتېرى دى، د دوى په خبره: په يو بآيسكل كې د ځآى پر ځاى سويو چاودېدونكيو توكيو له امله دغه پېښه رامنځ ته سوې ده، د دوى په خبره: د بريد كوونكيو موخه هم د پوليسو د كزمې موټر وو
.
د كوټي په ملكي روغتون كې د جعفر په نوم يو ډاكټر لر او بر ډاټ كام ته وويل: په دې چاودنه كې شپږ تنه ټپيان سوي دي چې د دوى و روغتون ته وروړل سوي دي.

د جعفر زياته كړه په دغه ټپيانو كې د يوه تن حالت مرګونۍ مالومې چې په نس كې يې د بم پارچې لګېدلې دي.