کور / تازه خبرونه / د بڼوالئ او مالدارئ راپور

د بڼوالئ او مالدارئ راپور

د کرنې وزارت د بڼوالئ او مالدارئ برنامه د نړیوال بانک په ملاتړ له کال ۲۰۰۶ تر اوسه په یوولس ولايتونو کې له بزګرو او مالدارانو سره اړينې مرستې کړي. تر دې دمه یې پنځه زره هکټار ځمکه کې د انګورو، زردالو، مڼو، بادامو، شفتالو….. نوي بڼونه جوړ کړي دي.


د کرنې وزارت د دغې ملي برنامې مسول عبدالحی روف وایی: موږ تر اوسه په يوولس ولايتونو کې په پنځه زره هکټاره ځمکه د مختلف النوع ميوو بڼونه جوړ کړي او همدارنګه د ټول هيواد په کچه د دغې څانګې د مالدارئ برخې ۲۳۲ د څارويو د درملنې او تشخيص کلينيکونه تجهیز کړي او هر کلينيک لپاره مو مسلکي او  وړ کسان روزلي دي. او له ۲۰۱۳ ميلادي کال څخه د پنځو کلونو لپاره په ۲۳ ولايتونو کې تطبيقېږي چې پنځوس زره جريبه ځمکه کې به نوي بڼونه جوړ کړو.


د کرنې ښاغلئ وزير د بڼوالئ د برنامې له کارکونکو سره له يوه بڼ ليدنه کوي: ۱ انځور


انځور ۲


د دغې برنامې عملياتي مسول ډاکټر محمد عثمان صافي د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا کولای شئ د بهرنيو مشاورينو په نه شتون کې دغه برنامه د تېر په شان تطبيق کړئ؟ وويل: زموږ تخنيکي او اداري کارکوونکو دا وړتيا پيدا کړې چې دغه ملي برنامه په ۲۳ ولايتونو کې تر پخوا لا ښه تطبيق کړي؛ هغه همدارنګه زياته کړه چې د کرنې وزارت ټولې څانګې د موجوده مشرتابه په نوښتونو، سالمې رهبرئ او ښه مديريت ډاډه دي، او هرې څانګې د اړتيا په صورت کې د وزارت له مشرتابه لازمې لارښونې تر لاسه کړي.


د کرنې وزير د بڼوالئ او مالدارئ د ملي برنامې له ټيم سره په يوه ناسته کې. انځور ۳
د بڼوالئ او مالدارئ دغه څانګه به تر ۲۰۱۸ ميلادي کال پورې، د کال لس زره جريبه ځمکه تر خپل پوښښ لاندې نيسي، چې په پنځو کلونو کې به پنځوس زره جريبه د ميوو نوي بڼونه جوړکړي.
انځور ۴
د دغې برنامې لاندې هر بڼوال کولای شي چې له يوه جريبه تر پنخو جريبو ځمکه ثبت او درې کاله به د کرنې وزارت کارکوونکي ورسره تخنيکي مرسته کوي، او هر بڼوال به د ټولو اړينو وسايلو او توکو په بدل کې يواځې ۳۵ – ۵۰ سلنه لګښت ورکوي، پاتې  لګښت د کرنې وزارت په غاړه ده، او هغه بڼوال چې له پنځو جريبو په ډېره ځمکه کې بڼ جوړوي نو پوره لګښت به خپله ورکوي، او د کرنې وزارت د ترويج کارکوونکي به ورسره يواځې تخنيکي مرستې کوي.


 انځور ۵
د بڼوالئ او مالدارئ تخنيکي ټيم د کوپراتيفونو غړو او بڼوالو ته د دغو نويو او پر مختللو وسايلو د کارونې لازمې لارښوونې ، او هر بڼوال سره تر درې کلونو تخنيکي مرستې کوي.


د کرنې ښاغلئ وزير په هغه نندارتون کې برخه اخيستې چې د بڼوالئ د برنامې لخوا د کوپراتيفونو غړو او بڼوالو ته جوړ شوی و. انځور ۶



د مالدارئ برخه کې د دغې برنامې تر چتر لاندې ۲۳۲ د څاريو کلينيکونه په پرمختللو او نويو وسايلو تجهيز شوي دي، او همدارنګه د هر کلينيک لپاره مسلکي کسانو ته لازمه روزنه ورکړل شوې ده.


شپون او رمه يې – سروبي انځور۷



د کرنې ښاغلئ وزير د څاريو د درملنې او تشخيص له يوه کلينيکه ليدنه کوي، انځور ۸
انځور ۹
د ولسواليو د ترويج کارکوونکي وخت په وخت له بڼوالو سره خپلې مسلکي او تخنيکي مشورې شريکوي او د دغې برنامې د څارنې او ارزونې د يونټ لخوا تل څارل کېږي.


د کرنې وزير د ترويج له یوه کارکونکي سره د بادامو د نيالګيو په اړه خبرې کوي، انځور ۱۰
تخنيکي او مسلکي کارکوونکي زيار کاږي چې وکولای شي، د انګورو په اړه نوې څيړنې وکړي چې تاکونه له سنتي او زاړه سيسټمه نوي هغه ته واړوي.


د کرنې ښاغلئ وزير د بڼوالئ د برنامې له تخنيکي ټيم سره د هغوی فعاليتونه ګوري، انځور ۱۱


د دغې برنامې تخنيکي او مسلکي ټيم زيار کاږي چې د مختلفو ميوو داسې انواعې د کور د ننه او بهر څخه ترويج کړي چې په مختلفو وختونو کې بازار ته عرضه شي، هم به هيوادوالو ته په مختلفو فصلونو کې د خپل هيواد تازه ميوه ورسېږي او هم به بڼوال ښه عايد تر لاسه کړي.


په کابل ښار کې په يوه بڼ کې د انګور دغه ټول قسمونه تولېدېږي، انځور ۱۲


د کرنې ښاغلي وزير محمد آصف رحيمي په هغې ناسته کې چې د بڼوالئ او مالدارئ د ملي برنامې له اداري او تخنيکي ټيم سره يې درلوده وويل: اوس چې دغه برنامه ملي شوه، نو تاسې ټول بايد په ملي روحيه د خپلو خواري کښو بڼوالو، بزګرانو او مالدارو په چوپړ کې واوسئ، ټول اداري او تخنيکي مامورين به زيار کاږي چې کارونه په خپل وخت او د يو بل په سلا مشورې تر سره شي، هر يو به خپل مسوليتونه درکوي، تر څو دغه برنامه لکه د پخوا په څير تطبيق شي، او زياته يې کړه چې بايد وخت په وخت له بڼوالو سره ليدنه وشي او د هغوی ستونزي په مسلکي توګه حل شي.


 د کرنې ښاغلئ وزير له يوه بڼوال څخه د چيلې د نوي سيسټم په اړه پوښتنې کوي، انځور ۱۳