کور / تازه خبرونه / په پکتيکا کي د ښځينه ناروغيو ۲ مرکزونه جوړ سول

په پکتيکا کي د ښځينه ناروغيو ۲ مرکزونه جوړ سول

د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د نسايي- ولادي او قابله ګانو لپاره خدماتي او روزنيز مرکز دوې ودانۍ جوړې او ددې ولايت والي محب الله صمیم او نورو چارواکو لخوا د پټۍ په پرې کولو سره پرانستل شوې.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو ته د پکتيکا والي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د ياد مرکز پرانستل په روغتيايي برخه کې مهم ګام وباله او زياته يې کړه چې په دې سره به نه يوازې روغتيا پالو مېرمنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شي، بلکې د نارغو مېرمنو لپاره به پکې روغتيايي اسانتياوې برابرې او د زېږون پر مهال به د مور او ماشوم ژوند په ياد مرکز کې تر ډيره بريده خوندي وي.


ښاغلي صمیم له پکتيکاوالو وغوښتل تر څو خپلې خويندې د روغتيايي زده کړو په موخه ياد مرکز ته واستوي تر څو د پکتيکاوالو مېرمنو هر ډول روغتيايي درملنه د همدې قابله ګانو لخوا ترسره شي.
د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ولي ګل خروټی وايي نوموړی مرکز چې دوې ودانۍ لري د امريکا متحده ايالتونو د پراختيايي اداري په مالي مرسته د پنځه څلوېښت مېليونو افغانيو په ارزښت په څلور جريبه ځمګه جوړ شوی چې ۴۲ په عصري طبي وسايلو سمبال خونې، کتابتون او استوګن ځای او نور اړين ملحقات لري.