کور / کتاب / د کاروبار په نامه نوی کتاب چاپ شو

د کاروبار په نامه نوی کتاب چاپ شو


د اقتصادپوهنې په څانګه کې د((کاروبار)) په نامه نوی کتاب چاپ شو. دا کتاب د ځوان ليکوال ښاغلي محمد داود نيازي لخوا ليکل شوی دی. نوموړی کتاب د خوځون علمي پرمختيايي مرکز  په زيار چاپ ته چمتو شوی او د ګودر خپرندويې ټولنې لخوا چاپ شوی دی.
کتاب ټولټال له سريزې پرته ۱۱۰ مخونه او څلور څپرکي لري. په دې کتاب کې ډېر ګټور او تازه اقتصادي معلومات په خوږه پښتو ليکل شويدي. دا کتاب په خپله څانګه کې لومړنی کتاب دی، چې په پښتو ژبه کې د کاروبار مينه والو او کاروباريانو ته زيات ګټور معلومات وړاندې کړي.
ښاغلي نيازي له دې وړاندې د (( بانکوالي)) په نامه په پښتو يو کتاب ليکلی  و، چې په ياده څانګه کې يې د ډېرو مينه والو ستونزې هوارې کړې دي.
دغه کتاب لاندې موضوعات لري:
سريزه
بشري کړنې
د کاروبار تعريف
د کاروبار ډولونه
سازمانونه
سازمان ډولونه
شخصي کاروبار
شراکت
ګډې پانګې کمپنۍ
صنعت
صنعت ډولونه
کامرس
سوداګري
د سوداګرۍډولونه
کورنۍسوداګري
نړيواله سوداګري
د سوداګرۍ مرستيالان
ټرانسپورټ
بيمه
تمويل
بانک
مخابرات
سوداګري اوصنعت خونې
د افغانستان سوداګري اوصنعت خونه
نړيوال سوداګريزسازمان
د ونډوبازار
 
مينه وال کولای شي،چې دغه کتاب له ((ګودرکتاب پلورنځي)) څخه تر لاسه کړي.