اسوشیټیډ پریس او اې بی سي خبري شبکې راپور ورکوی چی نن یو ۲۰ کلن وسلوال امریکایی د کنک ټیکټ د نیوټن ښار په سېنډي هوک لومړنی ښوونځی کی ۲۰ کوچنیان او ۶ غټان ووژل . د دغو ماشومانو عُمر د پنځو او لسو کالو تر منځ وو . د قاتل سره دوه اتوماتیک او مجهز مشین ګنونه وو . پولس وایی چی وروسته د مړو په منځ کی پخپله د قاتل جسد هم پیدا سو . ویل کیږی چی ښایی دوهم قاتل هم وی ، خو تر اوسه معلومه نه ده .
پولیس زیاتوی چی کله د قاتل کور تلاښي سو نو هلته یې د مور جسد هم پیدا سو خو تر اوسه معلومه نه ده چی هغه هم د ده لخوا وژل سوې ده که څنګه . قاتل د ډزو پر مهال د مرمیو ضد جمپر اغوستی و .
خبر وایی چی یوې معلمې چی کله فیرونه واورېدل نو خپل ۱۴ شاګردان یې په تشناب کی دننه پټ کړل او یوه ماشوم نارې وهلې چی زه مرګ نه غواړم . بل ویل چی زه کریسمس غواړم .
کله چی بارک اوباما خبر سو نو ویې ژړل او ویې ویل چی نن ډیره بدمرغه ورځ ده او په امریکا کی به هیڅ والدین تر ما غمجن نه وی . اوباما د امریکا د بیرغ نیم ځوړند کېدو امر وکړ .
خبر وایی چی دا د امریکا په تاریخ کی دوهمه غټه ډل وژنه ده ؛ لومړۍ ډل وژنه په ۲۰۰۷ کی په ورجنیا کی پیښه سوې وه چی یو نفر ۳۲ کسان ووژل څو چی وروسته یې ځان پسی وواژه .
خو څیړونکي وایی چی د بیګناه انسانانو خصوصأ ماشومانو وژل که د هوا څخه وویشتل سی او که پر مځکه وویشتل سی ، جنایت دی .
اوباما ددغي پېښي له امله د راتلونکو پنځو ورځو د پاره تر نيمايي د بيرغ کښته کولو او وير اعلان وکړ.