کور / تازه خبرونه / خوست:په پرمختيايي پروژو کي ۱۰۸۷۳کسانو دکار زمينه برابره سويده

خوست:په پرمختيايي پروژو کي ۱۰۸۷۳کسانو دکار زمينه برابره سويده

دخوست ولايت په مرکزاو ولسواليو کې دبيارغونې په لړکې دتيريونيم کال په جريان کې دمرکزي اسيا دپرمختيايي ګروپ په مالي ملاتړ سره داستنادي ديوالو ،سربندونو اويوشمير نورو ولسي پروژو په پلي کيدو سره ددغه ولايت د١٠٨٧٣ تنو په شميره کارګرانو ته لازم کاري فرصتونه ايجاد شويدي.

په دغه ولايت کې يواځې دمرکزي اسيادپرمختيايي ګروپ په مالي ملاتړسره ديونيم کال په موده کې څلورسوه ،دري څلوښت ميليونه ،پنځه لکه ،دوه پنځوس زره ،پنځوسو(٤٤٣٥٥٢٠٥٠) افغانيوپه ارزښت ٤٠ ولسي پروژې پلې شوې چې زيات شمير يې بشپړې شوې اوپه ځينو پروژو باندې اوس کار روان دى.

مرکزي اسياپرمختيايي ګروپ دولايتي ادارې سره په تفاهم په هغه پروژو باندې کارکوي چې خلک ورته زياته لري او په خپلو سيمو کې يې د پلي کيدو غوښتنه کوي ،ديادوپروژو په پلي کيدو سره له يوې خوا دخلکولپاره لازم کاري فرصتونه رامنځته شوي اودبلې خوا يې دسيمو په امنيت اوبيارغونه کې اغيزمنه مرسته کړې چې په نيغه توګه ددغه پروژو دپلي کيدو څخه ٣٢١٥٤کسانوګټه رسيدلې ده .

دخوست ولايت اوسيدونکي دمرکزي اسياپرمختيايي ګروپ دپروژو څخه خوښي څرګندوې اودکاري فرصتونو اوبيارغونې په ډګرکې يې يو اساسي ګام بولي ،ددغه ولايت اوسيدونکي وايي ، که چيرې دغه ډول پروژې زياتې شي دامنيت دټينګښت ،سيمه ييزې رغونې ترڅنګ به ولسي باورپه دولت باندې ډير زيات شي ټولو هغه کسانوته به دکارکولو ښه زمينه مساعده شي کوم چې دبې کارۍ څخه سرټکوي.

دا پروژې په خوست ولايت کې په داسې حال کې پلې کيږي چې ولايتي ادارې خپلې هڅې نورې هم پراخه کړې ترڅو دمرکزي حکومت اونړيوالې ټولنې څخه دامکاناتوپه ترلاسه کولو سره ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې په هغه بنسټيزو پروژو باندې کارپيل کړي چې ددغه ولايت ولسونه يې په پرلپسې توګه غوښتنه کوي او د هيواد په اقتصادي وده کې اغيزمن رول لري .