کور / تازه خبرونه / په خاکرېز کي ١١ وسلوال ووژل سول

په خاکرېز کي ١١ وسلوال ووژل سول

د افغان او بهرنيو ځواکونو په مشترکو محاربوي عملياتو کي چي نن ماپښين د کندهار په خاکرېز ولسوالي کي وسول، يوولس تنه وسلوال مخالفين وژل سوي دي.دکندهار ولايت مطبوعاتي دفتر د خبر پر اساس دغه عمليات نن غرمه مهال پيل او نژدې يو ساعت يې دوام وکړى چي په نتيجه کي يې پورته ذکر سوي يوولس تنه ووژل سول او وسلې يې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې.
ياد سوې عمليات نن هغه مهال د خاکرېز په باغکه سيمه کي وسول چي د استخباراتي معلوماتو پر اساس نژدې ٢٠ تنه مخالفين په ياده سيمه کي سره يو ځاى سوي ول.
په عملياتو کي د وژلس وو مخالفينو مړي په سيمه کي پراته دي او پاته نور مخالفين له سيمي څخه تښتېدلي دي.
باغکه د خاکرېز ولسوالۍ له هغو سيمو ده چي پکښي کله ناکله د وسلوالو مخالفينو فعاليتونه تر سترګو کيږي او دغه ډلي هڅي کوي چي په ياده ساحه کي خپل شتون يقيني کړي.
په ننيو عملياتو کي نه هم ګډو ځواکونو او نه هم ملکي خلکو ته کوم ډول د سر زيان اوښتى دى.