کور / هراړخیز / وياړلي څېرې او رټلي څېرې

وياړلي څېرې او رټلي څېرې

زموږ ګران هیواد افغانستان ډیر ویاړلی تاریخ لری اوپه خپل غیږه کی ډیر نومیالی شخیصتونه اووتلی څهری یی پاللی دی چی ددغو نومیالییو په کارنامو زمونږ دتاریخ پاڼه زرین اوښکلی شویدی اوددوی دنومونو په یادولو سره هر افغان په خپل افغانیت ویاړ کوی .

که موپه خپل ویاړلی معاصرتاریخ کی دمیرویس هوتک غوندی مشر اونیکه مودرلوده نو داحمد شاه درانی په شانی موامپراطور اوبابا هم درلوده که مو دهیواد په غیږه کی دسیدجماالدین په شانی نابغه درلودلی ده نودوزیراکبرخان په شان شاه کاران اوقهرمانان هم درلودلی که دمحمود طرزی غوندی روڼ اندی مودهیوادپه اسمان ځلیدلی نو دامان الله خان غوندی په خپلواکی مین شاهان موهم درلوده اودسردار داوود خان په شانی دهیوادداقتصادی پرمختګ مینان هم درلوده اوداسی نور ډیر وتلی څهری هم زمونږ دتاریخ په پاڼو کی شته چی مونږ پری ویاړکولی شوو. خو ددغه هرڅه سره سره بیاهم داسی څهری هم راڅرګند شوی دی چی زمونږ تاریخ یی داغداره کړی زمونږ افغانانو ویاړنو ته یی صدمه رسولی اودهیواد نااهله زامن ثابت شوی دی.

وروستی څلور لسیزی زمونږ دهیواد دراتلونکی تاریخ هغه توری اوکرغیړنی پاڼی جوړوی چی دویاړلی افغان سپیڅلی اوښکلی څهره یی دنړی په کچه توره او بدنامه کړی دی اوافغان ولس یی دهر هغه څه نه چی یو خپلواک اوویښ ملت یی درلودلای شی محرومه کړی دی بهرنیو دښمنانو اودنړی ابر قدرتونوته دهیواد په کورنیو چارو کی دمداخلی زمینه برابره شوی ملی ګټی داشخاصو اوډلو ټپلو دګټو په بنسټ تعریف شوی زمونږدملی ارزښتونوڅخه غلط تعبیرونه وړاندی شوی اوزمونږ دملت پیژندنی بنسټونه دنړیدو په لوروتللی دی خو داهرڅه ددی هیواد دیو څو نااهله بچیانو په واسطه تر سره شوول . په سیمه اونړی کی دافغانستان دښمنان هم له دی طلایی موکی نه په ګټی اخیستنی سره دغو پیژندل شوو نااهله اشخاصو ته په هره مقطع زمانی کی دخپلو ګټو پر بنا کاذبی څوډوله څهری ورکړی دی اوزمونږ په ولسونو تپل شوی څهری یی منلی دی.

دیوی ورځی په کمونستی ایډیالوژی سمبال کس څخه بلی ورځی داسلام شهید جوړ شوی، دیوی ورڅی جنګ سالار دبلی ورځی دسولی شهید جوړ شوی، دلسګونو افغانانو قاتل څخه ملی قهرمان جوړ شو، دپرون ورځی دنړی په کچه ناتوانه ضعیف او ناپوه مدیر اورهبر خودننی ورځی دنړی په کچه غښتلی اوقوی جنګی رهبر اوهمدغه کس چی پرون دافغان ولس دژغورنی فرښته وو نن دافغان ولس وژونکی اودهشت ګرد جوړ شوی دی، دهه بلی ورځی دطالبانی مفکوری اودطالب ډلی پلوی بیا پرون دډیموکراسی سپه سالار وو اوهمدغه ددیموکراسی سپه سالار نن دنړی تر ټولو فاسد دولتی ټیم رهبر پیژندل شوی دی. خو دغه پیژندل شوی اولانجمن شخصیتونه کله هم زمونږ دهیواد دتاریخ په زرینو کرښو کی به ځای خپل نه کړی بلکه په لس ګونه کلونه وروسته هم تاریخ خپل ریښتنی قضاوت وکړی.

دهمدغه نااهله اوکاذبو څهرو دناوړو کارنامو له امله دګران هیواد ټول بنسټونه یا ونړول شوول اویاهم دنړیدو دپاره یی ستر ستر پلانونه دمعاصرو استعمار چیانو له خواپه لاره اچول شوی دی، دهیواد په اقتصادی زیرمو باندی دسیمی دهیوادونو اوابر قدرتونو جګړه هغه جنګ دی چی کلونه وشوول زمونږ ولس یی دناورین سره مخ کړی دی ، دافغان ځوانانو سره فکری اوروحی جنګ،په افغانانو بهرنی کلتوری یرغل اودافغانانو ترمنځ بهرنی فرهنګی سیالی، سیاسی بی ثباتی ، داټول هغه څه دی چی که ددغو استعماری پلانونو په وړاندی ریښتنی افغانی مبارزه پیل نه شی نو له امکانه به لیری نه وی چی هیواد مو دپردو په لاس ولویږی اوافغانان به دیو سرلوړی هیواد ددرلودلو څخه به دډیرو کلونو دپاره محروم شیی.

په ننی جاری حالت کی دهر بااحساسه ریښتنی اواصیل افغان ځوان تاریخی ایمانی اووجدانی مسولیت جوړیږی چی دملت ژغورنی دهیواد دریښتونی خپلواکی دګټلو اوپه هیواد کی دسولی اوپرمختګ دپاره اساسی فکر اوهلی ځلی وکړی ځوانان نه باید خپل ګران بها اوارزښتناکه وخت په صلیقوی وړو اختلافاتو تیر کړی که موخپل وخت په دغومره وړو اوکوچنیومسایلو او خبرو تیر کړو نو ددښمن شومو اوسنجول شوو شومو پلانونو دعملی کولو دپاره به مولاره اسانه کړی وی اودنړی دهیوادونو دخندا اوتمسخر به وګرځو. داپه ځوان نسل پوری اړه لری چی دخپل هیواد تاریخ څنګه جوړوی په ښکلو اوزرینو کرښو ددی هیواد تاریخ ته ویاړ وربښی اوکه دیوویده ملت په څیر پاتی کیږی اوکه خپل تاریخ په تورو کرښو پریږدی.