کور / ترخې خبري / د کندهار دمدافع وکيلانو ټولني احتجاج ليک

د کندهار دمدافع وکيلانو ټولني احتجاج ليک

دافغانستان او نړي ټولو مدافع وکیلانو،دمدافع وکیلانو درنو ټولنو،دنړي او افغانستان دټولومطبوعاتی او حقوقی ادارو درنو غړو او مشرانو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ستاسودټولني دټولودرنوغړو څخه يوه دونيا مننه چي زموږپه دي جنګ ځپلي هيواد کي دمدافع وکيلانو دټولني بنياد کښيښودي اوتردادمه موحمايه کړي يو ولي زه چي ددي ټولني دموئسيسينو لومړي غونډه چي په (٢٠٠٨)کي په کابل انټرکانټيننټل هوټل کي رابلل سوي وه خوشحالي راپه ياد کړم په ژبه يه ذکر نسم کولاي اوکله چي بيا دنن(٢٨\١١\٢٠١٢) خوابدي وګورم سره بي فرقه دي ځکه په پر له پسي ډول دافغانستان دمدافع وکيلانو دټولني چي يوه حقوقي ټولنه ده مشران يي دبشردحقوقودنړي والي اعلاميي د(٢٩)مادي(١)فقري (٢٨)مادي(٢٠)مادي سرغړونه کوي اوديادي اعلاميي د(٧)مادي په خلاف او داساسي قانون د(١٦او٢٢)موادوپه خلاف کړني ترسره کوي ځکه په دي بهانه چي پښتانه ليکوالان نه لري اوياورسره مرسته نه کوي په ليکلو اوويلوکي ډيره لږپښتو استعمالوي اويايه نه استعمالوي پښتانه وکيلان ودي ته نه پريږدي قصدا‌ًيې په امتحانو کی ناکامه کوي.
دڅلوروکالو راهستي رئيس په لومړي وار کندهارته راغله هغه هم د.يو.ايس .آي .ډي.دپروژي لپاره زابل روزګان هلمند نيمروزخولاليري پرتي سيمي دي هلته لاتر اوسه هم څوک دافغان مدافع وکيلانو دټولني څخه نه دي تللي څرنګه به څوک تشويق ترويج معياري حمايه اورهبري کړاي سي يودمدافع وکيلانو دقرارداد فورمه په څلورکاله نسوه پښتوموږدلوي کندهارزون وکيلانوداغوښتنه درلوده اوددي سيمي اکثريت خلګ پښتانه دي په دري نه پوهيږي اوداددوي حق دي او کله چې ېي ليکی قصداً یې په غیر فنی او غیر حقوقی ډول ليکی ددواړو فوټوکاپیاني ددی ليک ضم درليږم .
دتبعيض پرضددنړي والي اعلاميي د(١)مادي(١)برخي مطابق دتعصب يوثبوت دي په تيرڅلور کاله کي په کابل مزارهرات ننګرهارکي څوڅوواره دوکيلانود ظرفيت دلوړولوسيمينارونه ورکشاپونه اوټريننګونه ترتيب تمويل اوترسره سوه ولي په کندهارزون کي دافغان وکيلانودټولني لخواتر دادمه هيڅ ندي سوي چي دمدافع وکيلانوداساس نامي د(٢)مادي سرغړونه ده دکندهاردزون وکيلان چي تعداد يه ډيرکم دي ټول ټال شل نفره دی چي ترمختلفو ټولنيزوخطراتولاندي کارکوی لکه ددولتي چوکاټ ددفاع وکالت سره نابلدتيا په دولتي اورګان کي غښلتي فساد اوناامني کله چي کابل ته ولاړسودجوازدنوي کيدولپاره په دي خطرناکه لاروکي خپل دبچو دخولي ګوله ډوډي نيمه کړوماليه په خپله کابل ته وروړوکارژرنه خلاصيږي رئيس نوي ياخارج ته تللي وي ياکوم ځاي غونډه لري اومعاون صاحب يادرس لري ياقضايي جلسه لري چي زرډالره قانوني ماليه کيږي دريزره ډالرمصرف دهوټل کرايي اوخوراکومصرف سي هغه هم چي پر وخت ټيکټ پيداسي ولي تر ټولودردونکي پيښه داده چي اوس اوس دلوي کندهار دزون دوکيلانولپاره ستاسو په مرسته يوايس آي ډي ددفتر دکرايه کولوپه کندهارزون کي دوکيلانو دتشويق ترکيب ترتيب اوحمايي اوظرفيت لوړولو لپاره پروژه منلي ده ولي ياد نااهله اومتعصب خلګ غواړي چي دلوي کندهارزون وکيلان په خپل کورکي استحصال اواستثمارکړي او دحقوقو اوشرعياتو شاګردان چي شايد دسوو په تعداد کي وي چي سږکال ياپرکال وکالت ته ځان جوړوي په نطفه کي خنثئ کړي اودپروژي پيسي غلا کړي ځکه يي يوي بي سواده کس ته دمدافع وکیلانو دقانون د (۶)مادې په خلاف چي نه ليک لري نه لوست جواز ورکړي اوددي زون لپاره يه دمدافع وکيلانودټولني نماينده ټاکلي ولي چي درئیس د خپلوانو څخه ده اودهغه دګټو ساتونکي ده هغه کس لوجستيک خپل خاوند مقررکړي چوکيدار يه ليور مقرر کړي اونوراداري کارمندان يه ياخوريان ياوريرونه دي تجريبه کاره مدافع وکيلان په (١٥٠)ډالره اوستاذي کوي بي سواده اوياکم سواده (٨٠٠)او(١٨٠٠)ډالره معاشونه وړي چي دمدافع وکيلانو داساس نامي د(٣١)مادي سرغړونه ده دمدافع وکیلانو دقانون(٢٧)ماده دشکنجې په توګه کاروي ولي دمدافع وکیلانودقانون د(۱۱)مادی مصؤنیت دمدافع وکیلانوداساس نامي د (٣٤)مادی ګټی اود(٤٠)مادی ضمانت ته نه ګوري پورته کړني بدنامئ اوضرر دټولومدافع وکيلانودي اودهغوي دنوي زږيدلي ټولني اوپه مجموع کي دټولوحقوق پوهانو اودنړي دټولو وکيلانودي هيله ده په ملی او بین المللی کچه ټول حقوق پوهان قانون پوهان او دهغوی دلاری ملګړی په هر ځاي او هر موقف کي چي وی دلوي کندهاردزون لپاره دمدافع وکيلانو ددفتر دجوړيدو په انساني خاصتاً قانونی توګه ددفاع وکالت په ښه معياري توګه ترويج کولو کی ددې سيمي د خلګو مرستي وکړئ ستاسو د ټولو د توجه څخه مخکی ترمخکی يو جهان مننه .

شبیر احمد قیومی: مدافع وکیل،کندهار ټيلفون نمره (۰۷۰۰۳۰۶۵۶۸)،عتیق الله نظري:مدافع وکیل،کندهار ټيلفون نمره (۰۷۰۷۴۱۳۳۵۰)