کور / تازه خبرونه / اسدالله خالد ددرمنلې لپاره امریکا ته ولاړی

اسدالله خالد ددرمنلې لپاره امریکا ته ولاړی

دلراوبردمخکنيوخبر له مخې لکه څنګه چي انتظارکیده دافغانستان د ملي امنيت عمومي رئيس اسدالله خالددنورې درملنې لپاره امريکا ته لېږل شوی دى.
د ارګ سرچينې وايي، چې اسد الله خالد د لا ښې درملنې لپاره امريکا ته رسېدلى او ژر به بېرته هېواد ته راستون شي.
اسدالله خالد لس ورځې مخكې دملي امنيت په يوه مېلمستون کې ديوه ځانمرګي بريدله كبله ټپي شو.
نوموړى په پيل کې دملي امنيت يوه روغتون ته او وروسته په بګرام کې د نړيوالو ځواکونو پوځي روغتون ته انتقال شو،اواوس دنوری در ملنې لپاره امریکا ته ولیږل شو.
جمهوررئيس حامد كرزى وايي، پر اسدالله خالد بريددپاکستان په کوټې ښار کې پلان شوى وو.او د دي بريد د پلټنې ټول اسناد يې خپل پاکستاني سيال ته سپارلي دي.ولې پاکستانې چارواکي وایی چي افغان لوری هیڅ کوم ثبوت په لاس کي نلري او ددوی سره تراوسه پوری هیڅ داسي ثبوت او شواهد نشته چي برید دي د پاکستان دخاوری له لاری ترسره شوی وی هغوی وایی چي حاضردی دافغانی چارواکوسره په ګډه د برید عاملین پیدا کړی.