کور / تازه خبرونه / کندهار : د شخړو د حل ٢٠ کسيزه کمېټه جوړه سوه

کندهار : د شخړو د حل ٢٠ کسيزه کمېټه جوړه سوه

کندهار افغانستان-په کندها رکي د شخړو د حل کمېټه چي د ټولو قومونو استازي پکښي شامل دي د شلو غړو په کميت جوړه سوه او لستونه يې مرکز ته ولېږل سول.
دغه کمېټه د هغه پلاوي چي په پلازمينه کابل کي د شخړو د حل د عمومي شورا څخه راغلى ؤ او په کندهار کي د ولايتي ادارې او قومي مشرانو په ګډو هڅو جوړه سوه.
د يادي سوي هيئت مشر اعظم ګوجروال او ورسره غړو يې نن له کندهار والي سره د هغه د کار په دفتر کي وکتل او وويل چي دوى په دې ولايت کي د ټولو قومونو له استازو او مشرانو سره کتلي.
هغه زياته کړه چي په دې ليدنو کي يې د هغوى څه د خپلو سيمو د قومي مشرانو لستونه غوښتي چي ټولو ورته راوړي او دوى غواړي د هماغو لستونو پر اساس د ولايتي ادارې او ولايتي شورا سره يو ځاى شل تنه داسي کسان چي د ټولو خلکو، اقوامو او پرګنو لپاره د قبول وړ وي وټاکي.
نوموړي زياته کړه چي دغه شورا به د ولايتي ادارې سره اوږه پر اوږه کار کوي او تر ډېره به پېښېدونکي شخړي د خپلو نفوذ څخه په استفاده حلوي او د خلکو او دولت ترمنځ به د يوه پله په توګه کار کوي.
هغه د کندهار له ولايتي ادارې او قومي مشرانو هم مننه وکړه چي دلته يې څو ورځي ددې شورا د ايجاد په برخه کي ورسره هر اړخيزه مرسته کړې او ددوى کارونه يې لږ کړي دي.

کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا هم ددې شورا د ايجاد په اړه خوښي وښوول او زياته يې کړه چي په دې سره به يې تر ډېره د عدلي او قضايي ارګانونو په برخه کي کارونه راکم سي.
نوموړي زياته کړه چي د افغانستان تېر او اوس ته په کتو او همداراز د افغانستان د قبيلوي او قومي جوړښت په نظر کي نيولو سره سړى ددې هڅ وهلى سي چي دغه ډول شوراګاني به خورا ښې پايلي ولري.
د هغه په خبره چي جوړه سوې شورا به په تمامه معنى د خلکو او دولت ترمنځ د اړيکو په نژدې کولو کي همکاره وي او د هيواد کلتور او دودونه به يو ځل بيا راژوندي کړي.

په دغه شورا کي چي نن يې لستونه مکمل سول د کندهار د اکثرو قومونو بانفوذه استازي او مشران پکښي شامل دي او داسي هيلي سته چي ښه نتايج به ورکړي