کور / تازه خبرونه / سهيل : د پوليو درې ورځنى کمپاين پيل سو

سهيل : د پوليو درې ورځنى کمپاين پيل سو

کندهار افغانستان-د افغانستان په سهېل کي د پوليو د له منځه وړلو په خاطر ددې مرض پر ضد د پوليو واکسين درې ورځنى کمپاين نن رسماً پيل سو.
په کندهار کي ددې کمپاين د پيل مراسم ددې ولايت د عامي روغتيا رياست په انګړ کي نيول سوي ول او د همدې رياست د رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا لخوا څخه ماشوم ته دواکسين په ورکول سره پيل سو.
نوموړي هلته له رسنيو سره په خبرو کي وويل چي ددې درې ورځني کمپاين په ترڅ کي به د سهيلي حوزې په کچه ٣ لکه ٦٥ زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسين کړل سي.
هغه زياته کړه چي د تېر کال په پرتله سږ کال په دې حوزه کي د پوليو د پيښو ګراف راکښته سوى او په خبره يې دوى هيله مند دي چي د ګډ کار په نتيجه کي به دغه تعداد نور هم په ځوړه سي.
پخلا وويل چي تېر کال په دې حوزه کي د پوليو ٦٢ پيښي ثبت سوي وې چي سږ کال دغه شمېر يوازي ٢٤ ده او دوى له قومي مشرانو او مخورو سره په ګډه کار کوي چي راتلونکي کلونه تر دې هم کمي پيښي ولرې او يا هم بيخي صفر سي.
نوموړي د کندهار ژړۍ او د هلمند ولايت نهر سراج هغه دوې ولسوالۍ يادي کړې چي د سهيلي حوزې په کچه د پوليو زياتي پيښي پکښي ثبت سوي او لا هم څه ناڅه خنډونه پراته دي.
د عامي روغتيا رئيس د پوليو د کمپاين سره د ولسي خلکو ملاتړ د پرمختګ نښه وبلل او زياته يې کړه چي د ولسي ملاتړ له لاري کولاى سي تر ډېرو ليري پرتو سيمو پوري هم رسيدګي وکړي.