کور / تازه خبرونه / ٩٠ ټنه تر وخت تېر خوراکي توکي وسوځول سول

٩٠ ټنه تر وخت تېر خوراکي توکي وسوځول سول

سو ځول سوي غذايي توكي چي ټول ١٤٠ قلمه دي تر وخت تير وه راټول سوي او د اور خوراك سوه .
ياد خوراکي توکي چي دوې اوونۍ وړاندي دکندهار دعامي روغتيا او ښار والي له لوري ديوه ګډ کمپاين پر مهال دشرکتونو او دوکانونو څخه راټول سوي وه ديکشنبي په ورځ دکندهار ښار ختيځ ته په ترنک رود کښي اور ورته ورکول سول او وسوځول سول .
دکندهار دعامي روغتيا رئيس ډاکتر عبدالقيوم پخلا ديادو توکو دسوځلو پر مهال رسنيو ته وويل چي تر وخت تير خوراکي او درمليز توکي صحت ته زيان لري .
د پخلا په خبره چي دوي به داډول كمپاينونه روان وساتي او پرمهال به يي ټول تر وخت تير خوراكي توكي او درمل راټول كړي او د يوه ګډ پلاوى په مخ كي به وره اور واچوي .
ديادووني وړ ده چي د روان هجري لمريز کار دپيل راهيسي دا څلورمه دوره کمپاين دي چي دعامي روغتيا رياست له لوري دتر وخت تيرو خوراکي او درمليزو توکو په وړاندي تر سره کيږي او په ترڅ کښي يي په لسګونه ټنه تروخت تير خوراکي توکي راټول سوي او داور خوراک سوي دي .