کور / تازه خبرونه / د افغانستان د ګونګيانو لوبډلي پر نيپال لوبه وبايلله

د افغانستان د ګونګيانو لوبډلي پر نيپال لوبه وبايلله

د افغانستان د ګونګيانودکريكټ لوبډله نن پر نيپال لوبه وبايلله .
د افغانستان ، پاکستان، هند ،سريلانکا او نيپال د ګونګيانو د لوبډلو ترمنځ له تير يوې اونۍ را پديخوا د پاکستان په لاهور ښار کي سيالۍ رواني دي .
په ننۍ لوبه کې دلوبي بچه(ټاس) نيپال وګټله او په خپله يي د منډو جوړولو پريکړه وکړه، له ټاکلو سوو (۴۰) اورونو څحه نيپال يوازی د ۲۸ اورنو په لوبولو بريالی سو او افغانستان ته يي د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره د ۱۱۲ منډو هدف وټاکه خو د افغانستان د ګونګيانو لوبډلى يوازي ۸۰ منډي جوړي كړي ، پدي ډول نيپال افغانستان ته د ۳۲ منډو په توپير ماته ورکړه.
دا لومړي ځل وو چې د افغانستان دګونګيانو لوبډله په دا ډول لويو سياليو کي برخه اخلي که څه افغان ګونګيانو کوم برياليتوب ترلاسه نه کړه خو د افغانستان کريکټ بورډ په دغو سياليو کي د افغان لوبډلي ګډون لويه لاسته راوړنه بولي .