کور / تازه خبرونه / افغان برېښناپوه دزلزلې ضد پلنګ اختراع کړیدی

افغان برېښناپوه دزلزلې ضد پلنګ اختراع کړیدی

پدې وروستيوکي يوه کوټه ميشت افغان محمدحسن داسي يو پلنګ جو کړی چي ګوته په غاښ به سۍ ورته ښاغلی حسن يو برقي دی چي اقتصادي وضعه يې هم سمه نده .دی وايې چي دا پلنګ مي ددرې کلونو په موده کي دشاوخوا ۶لکه پاکستانۍ کالدارو په لګښت جوړ کړی چي پکښي د يو ناروغ لپاره هر ډول اسانتياوي په نظرکي نيول سوي لکه 
د زلزلې په مقابل کي مقاومت، د ږغ کابو کول، دهر ډول هوا بدلول ،تشناب ، دريموټ بټن په مټ له خوبه کښينستل او ويديدل،سيکوريټي کامره، داکسيجن عمليه او داسي نوري اسانتياوي.



نوموړي په هلمندکي يوې سيمه ايزي بست راډيو ته دځانګړې مرکې په ترڅ کي وويل چي ددې کار نظريه هغه وخت راسره پيدا سوه چي ديوې راپيښي ناروغۍ له کبله کړيدلم او خپله کورنۍ راسره په ستونزه کي وه نو په همدي موخه مي دځان لپاره دې نظريې ته عملي بڼه ورکړه ،پدې پلنک کي دپورته اسانتياو سربيره تلويزيون،کمپيوټر،پرنټر،ډيش ټي وي،ډي وي ډي هم سته او داهرڅه بيل بيل ريموټونه لري.



همدارنګه داپلنګ چي د خوني شکل لري دورننوتلو او راوتلو په صورت کي د يوځانګړي کارت په واسطه خلاصيږي دده په ويناچي په دغه کارت کي زما نوم ، د ويني ګروپ او ځيني نور ادرسونه سته چي دهمدې کارت په ښودلو سره يې ور پرانستل کيږي، حسن وايې چي ددې پلنګ په جوړولوکي راسره چامرسته نده کړې او حتا چي چاته به مي وويل نوهغه ته به ټوکې ښکاريدلې او راپوري خندل به يې چي ته ليونی سوی يې خو ما دې هرڅه ته ډير کلک هوډ لره او بالاخره ددرې کلونو په موده کي وتوانيدلم چي پلنګ اماده کړم .



محمدحسن وايې کچيري راسره څوک مالي مرسته وکړي نو په راتلونکي کي به هم جالب اختراعات ولرم د يادولو وړه ده چي محمدحسن هغه افغان مهاجر دی چي اوس مهال دسهيلي پښتونخوا په کوټه کي د ژوند شيبې تيروي .