کور / تازه خبرونه / له فغانستان څخه بهرته دپیسوپرځای دسروزروایستل پیل شویدی

له فغانستان څخه بهرته دپیسوپرځای دسروزروایستل پیل شویدی

له هغه وخت وروسته چې دهيواددهوايي ډګرونوله لارې دزياتو نقدوپېسوپرليږدولوبنديز ولګول شو،اوس زياتره وګړي خپلې شتمنۍ دسروزواوګاڼېو په پېريدلوسره له هيواده بهر ته باسي. په کابل کې دسروزرو پلورونکي اودکابل دهوايي ډګر چارواکي وايي ،چي دتېر په پرتله داوړي راهيسې له کابل څخه بهر ته دسروزرودليږدولو په کچه کې ډیرزياتوالی راغلی دی.
بله لوری دنيويارک ټايمز ورځپاڼې په یوه راپور کي خبر ورکړی، چي زياتره افغان اوامريکايي چارواکي دکابل دمارکيټونوڅخه دسروزرودپېريدلودکچې زياتوالي اندېښمن کړيدي.
له افغانستان څخه دبهرنيوځواکونوله وتلو وروسته امنيتي اندېښنو، په دولتي اداروکي د فساددکچې لوړوالي او په هيوادکې دسيمې هيوادونواقتصادي لاسوهنودې ته زمينه برابره کړې ،چې ګڼ شمېر سوداګر، په فسادکې ښکيل چارواکي او پانګوال خپلې شتمنې له هيواده بهروباسي. ددغه راپورپر بنسټ ډېری افغانان خپلې شتمنۍ ومتحده عربي اماراتو اونورو هیوادوته ليږدوي.
که څه هم له يوې خوا په افغانستان کې دسروزرودکانونو راایستل په لوړه کچه وجود نلری، ولې په دې اړه هم پوښتنې راپورته شوی دی،چې په دومره پیمانه سره زرکابل ته له کومه ځايه راځي.
سربیره پردی له افغانستان څخه بهر ته دپېسو د شتمنيو په ويستلوکې بې سارې زیاتوالې هم راغلی دی، اوهره ورځ بې شمېره ريال، ډالر، پونډ،يورواو نوربانک نوټونه په لاسي بکسونواودميووپه پچيوکې بهر ته دقاچاق په ډول وړل کيږي. دمرکزي بانک دشمېروله مخې،يواځې تېرکال ۴ اعشاريه ۵ ميليارده ډالر دکابل نړيوال هوايي ډګر له لارې له افغانستان څخه بهر ته اېستل شويدی.
دنيويارک ټايمز دراپورله مخې، ايران هم په کابل کې اروپایی يورو اوامریکایی ډالر رانيسي ترڅووکولای شي داروپايي هيوادونواوامريکا لخواپرایران باندې دلګيدلوبنديزونو پر وړاندې اقتصادي ثبات وساتي .
په کابل کې يو شمېر سوداګر هم په دې اند دي چې ايران له کابل څخه دسروزرو په ويستلوکې هم ښکېل دی.
په کابل کي دسروزرویوهټیوال دسرو زرو بیه په لاندی ډول سره بیان کړه :
۱:دعربی سروزرو یوګرام :(۲۵۰۰ )افغانی .
۲:دایرانی سروزر ویو ګرام په (۲۲۰۰ )افغانې.
۳: دسنګاپوردسروزرویوګرام په(۲۶۰۰) افغانې.
۴:دکویت دسروزرو یوګرام په(۳۰۰۰)افغانې.
۵:دروسی دسروزرو یوګرام په( ۲۳۰۰) افغانی.
په کابل کی دزرو په مارکیټونوکي دسروزروبیه هره ورځ لوړیږي ځکه چي دافغانیو ارزش هره ورځ راټیټیږي .