کور / تازه خبرونه / دکابل جلال ابادپرلویه لاره دڅرخي پله ته نږدی درنه چاودنه وشوه

دکابل جلال ابادپرلویه لاره دڅرخي پله ته نږدی درنه چاودنه وشوه

دافغانستان ملی تلویزیون خبری څانګي خبر ورکړی ،چي څو شېبې مخکې دکابل او جلال آباد پرلویه لاره دڅرخي پله په سيمه کې دبهرنيوځواکونوپه کمپ کې دیوي اکمالاتي موسسي دننه درنه چاودنه وشوه اوددیرشو(۳۰)کسانوپه شاوخواکي یی مرګ ژوبله واړوله.
دخبرسر چینه وایي ،چې دغه چاودنه نږدې ١١ بجودکابل ښار دنهمې امنيتي حوزې په سيمه کې د بهرنيوځواکونوپه کمپ کې وشوه او زیاتره قربانیان یی بهرنیان دي.
يوې باوري سرچيني لراوبر ته وويل چي په دې پېښه کي لږ تر لږه یو نفروژل شوی، ۶ بهرنيان او ديوې انجنيري کمپنۍ ۹ کارکوونکي زخميان سويدي .
د ځانمرګي موټربم بريد سمدستي وروسته دايساف ځواکونو افغان ځواکونواوخبریالانو ته دچاودنې سيمې ته د ننوتواجازه نه ورکوله ،دکابل جلال اباد لويه لاره چي د دغه بريد له امله تړل سوې وه وروسته بيرته د ټرافيکو پر مخ خلاصه سوه .
د قلعه زمان خان سيمې یواوسېدونکي وایی چي، چاودنه دومره درنه وه چې د دوى په سيمه کې يې کورونه ولړزول .
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لراوبر ته په یوه رالیږل شوی لیک کي ویلي ،چي چاودنه د مازدا موټر په وسیله طالبانوکړیده اود شرکت دننه ودانې زیاتره برخه ویجاړه شوی اولسګونه بهرني کسان یی وژلی دي.