کور / تازه خبرونه / په كوټه كې درې تنه په يوه وسله وال بريد كې ووژل

په كوټه كې درې تنه په يوه وسله وال بريد كې ووژل

د ناڅرګنده كسانو په بريد كې په دوو جلا جلا پېښو كې په كوټه كې د يوه چارواكي په ګډون درې تنه ووژل سول.

د ځآيي پوليسو په خبره: چې وايي: د کوټي ښار په كندهاري بازار كې لياقت پارک ته څېرمه ناڅرګنده وسله والو كسانو د خادم حسېن په نوم د عامه اړيكو د ادارې په يو شر ډزې وكړې او هغه يې په ټكي وواژه.

خو كله چې پوليس د پېښې ځآى ته د تلو په حال كې وو چې دغې پېښې ته څېرمه په ټيكسي اډه كې وربآندې ډزې وسوې او دوه تنه نور پوليس سنګين خان او روف يې ووژل.

له پېښې څخه وروسته مرستندويه هلې ځلې پېل سوى دي او امنيتي ځواكونه د پېښې ځاى ته رسيدلي دي چې سيمه يې په خپله ولقه کې اخيستې ده