کور / تازه خبرونه / كندهار: مخ پټو وسله والو د پوهني د رياست كاركوونكى وژلى

كندهار: مخ پټو وسله والو د پوهني د رياست كاركوونكى وژلى

تيره ورځ نا معلومو كسانو د كندهار ولايت د پوهني د رياست يو كار كوونكي وژلي او وسله وال په تيښته بريالي سوي دي .
وژل سوى كس ميرويس نوميدى چي مخ پټو وسله والو د لويي ويالي په سيمه كي كندهار پوهنتون ته څيره ويشتلى او وژلى دى .
د كندهار د پوهني ريس شيراغا صافى د پيښي د پخلي ترڅنګ وايي چي نوموړى د پوهني رياست د استخدام په مديريت كي مامور او د كندهار پوهنتون محصل وو .
د پيښي مسوليت تر اوسه چا په غاړه ندي اخيستي .