کور / تازه خبرونه / زابل : ترافيكي پيښي ۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

زابل : ترافيكي پيښي ۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

په ترافيكي پيښه كي د يوي كورني دريو غړو ته مرګ ژوبله واوښتله.
پيښه نن دوشنبه سهار د كابل – كندهار پر لويه لاره د زابل مركز كلات اړوند د نورك په سيمه كي د يو ټيلر او يو بل كورولا موټرونو د ټكر له كبله رامنځ ته سوي چي پرمهال په كوچني موټر كي دوي ښځي وژل سوي او يو تن نارينه ژوبل سوى دى .
د زابل ولايت ترافيك چارواكي د پيښي علت د موټر چلوونكي بي احتياطي په ګوته كوي او وايي چي په كورولا موټر كي وژل سوي ښځينه لور او مور دي او موټر چلونكي يي ټپي دي ، په خبره يي چي د ټيلر موټر چلوونكى يي نيولى دى .