کور / تازه خبرونه / هلمند : د واکسين د کمپاين لړۍ پيل سوه

هلمند : د واکسين د کمپاين لړۍ پيل سوه

په هلمند كې د گوزڼ يا پوليوناروغى په وړاندې د واكسين كمپاين پيل شو
دغه كمپاين د يكشنبې په ورځ ددې ولايت له نادعلي ولسوالى څخه د هلمند والي الحاج محمد نعيم اود دسيمه ايزوارګانونو دخپلواکې ادارې دپاليسی او انسجام معين ډاکتر فريدماموندزي لخوا د خپل سفرپه ترڅ كې پيل شو.
ياد شوى كمپاين چې درى ورځې په بركې نيسي د ۱۷۲۹ تنورضاكارانولخوا لكه سنگين،موسى كلا،نوزاد،نهرسراج،لښكرگاه،مارجې اونادعلي ولسواليوكې پرمخ وړل كيږي چې په ترڅ كې به يې ټول څه كم پنځه سوه زره هغه ماشومان چې عمرونه يې له پنځوكلونوڅخه كم دي واكسين كړل شي.
په دې ولايت كې د كتلوي معافيت مسؤلين وايي چې يادوولسواليوته يې ځكه لومړيتوب وركړى چې وړاندې په يادوولسواليوكې د گوزڼ يا پوليومثبتې پيښې ترسترگوشوې اود روغتيا وزارت د پلان له مخې به ددې ولايت په نوروولسواليوكې هم په نږدې راتلونكي كې ياد كمپاين پرمخ ولاړشي.
ددې كمپاين د پيل پرمهال د هلمند والي الحاج محمد نعيم اود هغه مرستيال مسعود بختورد هلمند له اوسيدونكوڅخه وغوښتل چې خپل ماشومان د واكسين د كمپاين ډلوته ورولي اوواكسين يې كړي ترڅوپه راتلونكي كې په دې ولايت كې د گوزڼ ناوړه ناروغى ټغرټول شي.
د يادونې وړده چې ياد كمپاين په همدې ورځ په لښكرگاه كې د هلمند د والي د مرستيال مسعود بختورلخوا د يولړمراسموپه ترڅ كې د يوماشوم په خوله كې د دووڅاڅكوواكسين په اچولوسره پيل شو.