کور / سياسي / د بهرنيانو د ناکامیو او ماتو عوامل دوی په خپله دی

د بهرنيانو د ناکامیو او ماتو عوامل دوی په خپله دی

لکه د انسانانو تر منځ چه ډیر توپیرونه شتون لری ، ځینی ډیر ښکلی ، ځینی قوی ، نور بیا دیر هوشیار او مبتکر ، ځینی بیا کار وبار کی تر نورو مخکی وی ، ځینی بیا په چل، دروغو او فریب کاریو کی د اولیت مقام لری او ځینی بیا د خلکو په خدمت او د ټولنی په سوله او هوساینه کی تر نورو زیاتی هڅی لری . په همدی ډول یو کلی له بله او یوه ولسوالی له بلی او یا یو قوم له بله ډیر توپیرونه لری.
د نړی ممالک هم یو له بله مشخصی ځانګړتیاوی لری لکه د انګریزانو ملک د نوری نړی د هیوادونو پر تله په فریب کاریو ، سیاسی فتنو ، چالاکیو او پلان ګذاریو کی ډیر پیاوړی او پرمخ تللی هیواد دی چه ځینی اوږد مهاله پلانونه یی د څو سوو کلونو د پاره وی هر نوی حکومت یی لنډ مهاله پلانونو کی بدلون راوستی شی مګر اوږد مهاله پلانونه او پالیسی کی بدلون نه راولی ، عربان ، روسان ، چینایان ، هندوان ،توران ، سپنیش ، ایرانیان ، ترکان ، ا فغانان او داسی نور ملکونه هر یو خپلی ځانله ځانله ځانګړتیاوی لری . د افغانانو ځانګړتیا بیا لکه دعربانو په شان په غیرت ، شهامت ، میلمه پالنی او صداقت کی اولنی مقام لری ( ځکه خو افغانستان ته د لویو قدرتونو هدیره وایی) د نړی هر قوم چه د ظلمونو اخری کچی ته ورسیږی (وایی میږی ته چه خدای په قهر شی وزری کوی ) زمونږ په ګران هیواد کی وزری غورزوی ،مری ، خپل برم له لاسه ورکوی اود قدرت مړی یی دلته خخیږی هغه بله ورځ انګریزان له برمه پریوتل ، پرون د روسانو د قدرت جنازه له افغانستانه پورته شوه او نن د ټول لویدیز وحشیان د ماتی په درشل کی قرار لری چه د قدرت مړی به یی انشالله په دی هدیره کی خخیږی.

روسانو چه زمونږ په ګران هیواد یرغل وکړو ، انګریزانو ورته ویل چه تاسی باید له یرغله مخکی له مونږ پوشتنی کړی وی او زیاته یی کړه چه افغانستان باندی یرغل کول او ننوتل اسان وی خو راوتل تری ګرانه او ناممکنه خبره ده ، خو له بده مرغه امریکایانو هم د روسانو په قدم ، قدم کیښودواو دا ځل روسانو ورته هماغه جمله تکرار کړه چه تاسی باید له یرغله مخکی له روسانو پوښتلی وی . خو امریکایانوسره دپوښتنی نه کولو، مغروریت ، وحشت او بربریت د پاره لاندی دلایل شتون درلود:

اول : امریکایانو دمجاهدینو تر منځ کار کړی وو ، د مجاهدینو اسلامی اوملی ټولنیز جوړښت یی مخکی له مخکی ویجاړ کړی وو .

دوم : جهادی قوماندانانو ته یی راسا مرستی اونظامی اکمالات ورکول ،قوماندانانو د خپلو رهبرانو پر څای له امریکا څخه قومانده اخستله رهبر قوماندان ته اړه وه ، قوماندان رهبر ته اړه نه لیده .

دریم : سيمه ایز ملکونه لکه ایران ،پاکستان،هند ،روسیه ، ترکیه اوسعودی حکومتونه یی هم له ځانه سره د طالبانو په ضد جنګ کی د ځان ملګری کړی وو .ا

څلورم : پخوانی کمونستانوسره هم جوړه او ژمنه شوی وه چه له روسانو به مو ډیر تر اوتازه ساتو هم به ډالری اوهم به مقامونه درکړی شی .

پنځم : د شمال فارسی اود جنوب پشتو فاشستانو څخه هم د طالبانو په ضد دملاتړ تر لاسه کولو ژمنه تر لاسه شوی او ډیرو ته د مهمو وزارتونو وعدی ورکړی شوی وی .

شپږم : د سخت دریزو تش په نامه اخوانی ګوندونو لکه اتحاد اسلامی ،جمیعت اسلامی ، د حکمت یار اومولوی خالص جلا شوو څانګو ،همدارنګه دسکولریستی ګوندونو ، ملتیاوی یی خپلی کړی.

اووم : لویدیز کی خرڅ شوی سکولریست تش په نامه تکنوکراتان لکه خلیل زاد ،کرزی ، جلالی ، اشرف غنی ، وردګ ، اوداسی نور اونور چه له نورو امریکا ته ډیر باوری او د دیر کریدت لرونکی وو .

اتم : د افغانستان پخوانی مخلوع پاچا ( محمد ظاهر )هم ورسره خوله په خوله او هم سنګره وو او د ظاهر ټول پلویان لکه کرزی ،زلمی رسول ،سپانتا اونور دغرب پلویانو ورسره ملتیا اعلان کړه .

یادونه : پاتی دی نه وی چه د امریکا دا ټولی لاسته راوړنی اوله کی د ډالرو او وروسته دمقامونوپه ورکولواوویشلوکی لاسته راوړی .

نهم : امریکا په خپلو ډیرو پرمختللو کمپیوتری وسلواووسیلو باندی تکیه کول ، چه په رښتیا له روسانو ددوی وسلی څو واری پیاوړی ، خطرناکی او ډیری دقیقی وی .

لسم : د لویدیز پرمخ تللو هیوادونو نظامی ګډون ، د ډیرو هیوادونو لوژیستکی او اکمالاتو رسولو مرستو او د ټولی نړی میدیا د دوی په خدمت کی وی .

یوولسم : دی جنګ ته دوه اړخه ورکړی شو : اول اړخ یی لکه دصلیبی جنګونو دینی اړخ درلود ، یعنی د اسلامی نړی سره د یهودو او صلیبی نړی جنګیدل ،نو د مسلمانانو په ضد ټول یهود اوصلیبیان سره هم سنګره شول بوش په اوله ورځ د صلیبی جنګ په نوم او دوهمه ورڅی یی د اجنګ د تروریزم په نوم ونوماوه اوله پرونی ورځی یی بخشنه وغوښته کومه چه پلان کی همداسی ټاکل شوی وه.

دولسم : دوهم اړخ کی یی نړی په غریبو او سرمایدارانو وویشله . دی نړیوال جنګ ته یی د تروریزم نوم ورکړو دیری داسی قیصی تیری شوی وی چه د تروریزم مخه ځانله چا نه شوه نیولی نو د تروریزم په ضد نړیوال پاڅون رامنڅته شو . په دی دوهم اړخ کی یی د نړی ټول سرمایداران سره ملګری کړل او دنړی په هر ګوت کی چه د سرمایدارانو په خلاف هر غریب سنګر نیوه د تروریست په نوم به ټکول کیږی .

دیارلسم : د ملګرو ملتونو د تمویلیدو له امله یی د ملګرو ملتونو ملتیا هم له ځانه سره یوځای کړی ده چه غیر مشروع کارونه ورته مشروع کوی او هم نظامی ډګر کی ورسره هم سنګره دی .

په هر صورت ، د امریکا په مشری لویدیزو هیوادونو نه یواڅی داچه د روسانو له ماتی څخه یی د عبرت درس ته ونه کتل بلکه په ډیر غرور او وحشت سره د ټولی نړی په مرسته یی زمونږ په قهرمان ملت باندی وحشیانه اوظالیمانه یرغل وکړو د جنګ پلان داسی جوړ شوی وو چه د طالبانو حکومت باید په یوه اونی کی دننه دننه نسکور او پر ځای یی جنګ سالاران او سکولریستی پلویان په دی مظلوم اولس په زوره وتپل شی . نو کله چه امریکایانو ولیدل چه دخپل پلان له مخی افغانستان کی د بریالیتوب کچی ته رسیدلی ،نو یو بل ته یی د اخری بریالیتوبونو مبارکی وویلی . دا بیله خبره وه چه الله ج غوښتل د خپل قدرت نښی کفارو او نړیوالو ته په ډاګه کړی او هماغه ژوبل شوی زمریان بیا ورته راپورته کړل او لکه د روسانو په شان یی امریکایانو ته هم د سر په کوپړی کی اوبه ورکړی او له روسانو هم ډیری شرمیدلی ماتی سره مخامخ کړل نو د دوی مخه یی عراق ته کړه تر څو په دی ډول ټوله نړی وډاروی او نړیوالو ته وښیی چه مونږ د افغانستان په جنګ ستړی نه یاستو ، که نور څوک ځان شوروی ، برخه لیک به یی د افغانستان او عراق په شان وی ، دا خبره یی قذافی ته وکړه او قذافی په ډیره چالاکی اتومی غنی شوی یورانیم او ټولی اتومی بټی په پټه خوله وروسپارلی که نه لیبیا هم په نظر کی وه چه حمله ورباندی وشی .

د عراق حملی له یوی خوا د دوی اقتصاد نور هم خراب کړو ، نړیوالو ته یی وحشت او بربریت په ډاګه شو او د بلی خوا طالبانو دوباره وکولی شول چه بیا منظم او پخی سنګری جوړی کړی او ورڅ له بلی د چریکی حملو چاپیریال پراخه شی ، تر دی چه مخامخ جنګونو ته یی هم مخه خلاصه شوه او د امریکایانو د جنګ له تاکتیک سره یی بلدیت هم پیدا شو ، نزدی وو چه امریکایان له ماتی سره مخ شی خو اوباما یو لک فوځ یونیم لک ته ورساوه ، چه دی کار طالبان هم مجبور کړل چه د خپلو جنګونو تاکتیک له جبهی جنګ څخه بیا چریکی او فدای یرغلونو ته واړوی کوم چه دی کار د طالبانو د تلفاتو کچه هم راښکته کړه ، طالبانو په کمو کسانو او په کم مصرف یی د ډیرو قوی حملو د پاره تیاری ونیولی او د امریکایانو د عسکرو زیاتوالی د امریکایانو د تلفاتو د ډیروالی سبب جوړ شو. او اقتصاد یی هم تر پخوا لا زیات خراب شو .

د بلی خوا ، امریکا په خپلو ناولو او فریبکارانه پالیسیو کی ښکیل شوه او هغه دا چه دوی لکه دروسانو په شان افغانستان کی د یو کمزوری او فاسد حکومت جوړولو پالیسی په نظر کی نیولی وه ، خو دی کار دوی ته هله ګټه درلوده چه د طالبانو مقاومت زیات شوی او قوی شوی نه وی ،نو د یو کمزوری افغانی حکومت په موجودیت کی د حکومتی کارونو پرمخ تلل به امریکا په خپل واک کی اخستو او په دی وسیله به دوی ډیر ژر خپلو نورو ضمنی مو خو دننه په ګران هیواد او یا له هیواده بهر کوم هدفونه چه یی درلودل ، رسیدلی وی . خو له بده مرغه د طالبانو قوی کیدل او د فاسد حکومت موجودیت ددوی ملاوی دوه ځلی ماتی کړی او فاسد حکومت له لاسه طالبانو د خلکو ملاتړ را خپل کړو او له بلی خوا د فاسدی اداری سره دامریکا لوړرتبه مقامات هم په فساد کی ښکیل شول چه دی کار د یرغالګرو اقتصاد نور هم ور ژوبل کړو او د اقتصاد له ماتیدو ، د فسادونو اوفریب کاریو چاپریال نه یواڅی په افغانستان بلکه په لویدیزو هیوادونو کی هم وده وکړه . او د جنګ اوږدوالی هم د دوی د جنګ خرڅه له پخوا څو واری زیاته کړه او د طالبانو نظامی پلانونه او تاکتیکونه هم بشپړ او پیاوړی شول نو هره راتلونکی ورځ د امریکایانو او متحدینو د پاره یی د ماتی زیری وو . همدارنګه د جنګ اوږدوالی ددوی عسکر په دی پوه کړل چه دوی د یو نامقدسه جنګ او د مظلومو خلکو د وژلو ،زپلو او زورولو د پاره راوستل شوی دی (هغوی سره د جنګ یواڅنی هدف د خپلو معاشونو اخستل پاتی شو) کوم چه دمعاش اخستلو د پاره څوک ځان نه وژنی او ځان مرګ ته نه ورکول د دوی مورال ښکته راغورڅوی او برخلاف دطالبانو مورال چه دخپلو خلکو ،دخپلوملی او دینی مقدسانو د ساتنی ، ناموس ،عزت ،خپلواکی ، خاوره او دین د ساتنی او ژغورنی د پاره قربانی ورکوی په کوم کی چه د دوی د خلکو او د خالق رضا او خوشالی خوندی دی نو بمونه له خیټو تړی او به ډیره خوشالی مرګ ته روان دی نو دغه دی عالیترین مورال( چه خپل خوږ ژوند له هدفه قربانی کوی او ژوند هدف ته د رسیدو د پاره وسیله ګڼی) نو یوه اړخ ته ډیر ټیت مورال او بل اړخ ته دیر اوچت مورال د دوی د جنګ د قوت تناسب له منڅه وړی او د دوی ماته یی حتمی کړی ده او دوی دا ماته ډیره په اسانی سره پیش بینی کوی . جنګ وسله نه وسله چلونکی کوی او وسله چلونکی دوسلی چلول په اوچت هدف اومورال لرلو مخی ته بیایی نو د جنګ ګټل د وسلی په زیاتوالی او دوسلی په قوت او کیفیت نه بلکه دوسله چلونکی په هدف او کیفیت پوری اړه لری .

نو اوس امریکایان په دوه لاری کی قرار لری ( وایی یو اړخ ته پاڼ او بل اړخ ته پړانګ دی ) که جنګ ته دوام ورکوی په افغانستان باندی امریکا هم له لاسه ورکوی اوکه ووځی اوجنګ پریږدی ددوی ګوداګی اولاس پوڅی حکومت بی له فساده په بل څه نه پوهیږی ، نه د جګړی توان او جرات لری او حتی دامریکایانو له وتلو مخکی هر چا دوتلو شرایط اماده کړی دی نو د امریکایانو له وتلو سره سم به طالبان دحکومت واک په لاس کی اخلی او دا کار امریکایانو په خبله په ځان کړی ده قصدا یی داسی فاسده اداره رامنڅته کړی ده چه د اولنی بریالیتوبنووخت کی ( که بریالی شوی وی اود نور جنګ اړه نه وی ) دی فاسدی اداری ډیره ګته ورته کوله خو برخلاف د ناکامی اوماتی وخت کی به دا فاسده اداره د دوی ملاوی نوری هم ورماتی کړی .