کور / تازه خبرونه / رپورټ:د یو حمله کونکې په بدن شیطاني نقشونه جوړ وو

رپورټ:د یو حمله کونکې په بدن شیطاني نقشونه جوړ وو

امريکا غږ ډيوه راډيو په خپل راپور کر وايي د خیبرپښتونخوا صوبې مرکزي ښار پیښور په هوائي اډه د خالي په ورځ شوې حمله کې ککړ د وژل شوې یو وسله وال په بدن د غربي طرز شیطاني نقشونه جوړ کړی شوې دي چې رپورټونه وايي د بریدونکو د شناخت په حقله يي پوښتنې راپورته کړې دي.د پاکستان ایکسپریس ټربیون نومې د انگریزۍ ژبې ورځپاڼې د گل په ورځ خپل رپورټ کې ویلي د پیښور په هوائي اډه حمله کې ککړ ١٠ ؤ کې پنځه کسان ازبک ښکاره کیږي خو د ترهگرۍ خلاف کارونکې چارواکې وايي په دې خبره حیران دي چې د یو وژل شوې وسله په ملا ټیټو جوړدی لکه پښتنو د زنانه ؤ د خالونو په رنگ ټیټوز په غربي هیوادونو کې په بدن نقش و نگارۍ او تصویرونو جوړولو ته ویل کیږي چې اکثر پکې ډیر پیچیده وي او د بدن په مختلفو برخو باندې انساني څیرې، مارغان او نور دیومالۍ کردارونه جوړ شوې وي.ټربییون وايي د وژل شوې وسله وال په ملا د امریکې ټیټوز جوړونکې هنرمند بورس ولیو د یو کردار نیمگړی تصویرجوړکړی شوی دی. رپورټ وايي بورس ولیو چې د لاطیني امریکې پیرو هیواد کې د ځگیدو ورستو امریکائي شهریت اختیار کړی وو، د جنسي خواهشاتو، تورې، جادوگرۍ، بلاگانو او نورو دیومالائي کردارونه په ټیټوز کې د جوړولو د پاره شهرت لري.ورځپاڼه لاهور کې د ټیټوز د یو هنرمند په حواله وايي د انساني سر او په بدن شیطاني تصویرونه جوړل باغیتوب ښائي او کتونکې ته دا پیغام ورکوي چې د مرگ نه نه ویریږي او داسې قسم نقشونه زیاتره جرمونو کې ککړ د ډلو غړي جوړوي.ټربیون د اسلامي سکالر پروفیسر خورشید احمد د قوله وايي چې د که د یو کس په بدن د ټیټوز عکسونه جوړ وي نو هغه د اسلامي عبادتو فرضونه نشې پوره کولی او یو مسلمان په خپل بدن داسې قسمه نقشونه نشې لرلی.