کور / تازه خبرونه / په نوښار کې په پوځي مرکز بريد شوى

په نوښار کې په پوځي مرکز بريد شوى

پېښور: د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د پولیسو د جلب او جذب په یوه مرکز د لاسي بم د برید په ترځ کې پنځه تنه ووژل او۱۱ تنه ټپیان شوي دي . ویل شوي دا برید د سرحدي ملیشو د اکاډمۍ په دروازه تر سره شوى خو چارواکي وايي په دې پيښه کې، چې د یوې پوځي اکاډمۍ په وره کې وشوه یوولس تنه امنيتي ځواکونه ټپيان دي پاتې نور هغه خلک دي چې غوښتل ېې په ملیشو کې ځانونه ثبت کړي د نوښار چارواکي زياته کړه چې یوشمیر ځوانانو په پوځ کې د شاملیدو لپاره دغه مرکز ته خپل اسناد سپارل، چې دوو تنو موټر سایکل سپرو پرې د لاسي بمونو بريد وکړ برید کوونکي په تيښته بريالي شوي او تر اوسه چا د هغې مسوولیت نه دی منلی