کور / تازه خبرونه / دننګرهارفلمي سینمالوبغاړی ظاهرارمانې ووژل شو

دننګرهارفلمي سینمالوبغاړی ظاهرارمانې ووژل شو

دجلال ابادڅخه په یوه تازه خبرکي راغلي دی،چي په ننګرهارکې د افغان فلم يوتکړه لوبغاړى (هيرو) اوډايريکټرظاهر ارماني دناپېژانده وسلوالوله خواوژل شوى دى.دخبرسرچینه وایی،چی ارماني دری ورځې مخکې دجلال اباد ښارله انګورباغ سيمې څخه تښتول شوى و.دهغه مړۍ تېره شپه دبهسودوولسوالۍ اړوند په يوه سيمه کې چې په یوه بوجۍ کې اچول شوی و،موندل شوى دى. دولتي چارواکی وایی چي هغه دچاقو په وسيله وژل شوى دی اود پېښې په اړه پوليسو پلټنې پيل کړې دي.
ارماني دافغانې فلمونويو پياوړى لوبغاړى و او تر ٢٠ زياتوافغاني فلمونوکې يې کارکړى دى ،برسیره پردي ارماني ددې ترڅنګ يو ښه کمره مين،انځوراخیستونکي اودفلمونودجوړولو یوښه ډايريکټر هم وو.د نوموړي د وژنې مسولیت تراوسه پورې کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.